Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اکمالاتي لارو تړل؛هغه تکتیک چې طالبانو دغزني جګړه کې استفاده کړ

پر غزني ښار د طالبانو تر برید وروسته، د کابل - کندهار لویه لار هم د طالبانو د څلور ورځنۍ نښتې شاهده وه.

د دولتي ځواکونو کاروانونه چې غزني ولایت په لور روان وه تر رسېدو د لارې په اوږدو کې د طالبانو له څو کمینونو سره مخ شوي دي.

د طلوع نیوز خبریال عبدالحق عمري لومړنی خبریال وو چې پرون غزني ته رسېدلی. عمري وایي له وردګو غزني ته په ۲۴ ساعتونو کې رسېدلی دی.

عمري څرګنده کړه:«په لویه لار کې طالبانو ماینونه خښ کړي وو او کاروان اړ دی چې له فرعي واټونو استفاده وکړي. موږ په لاره کې کابو له پنځه، شپږو کمینونو سره مخامخ شو او دا کمینونه ډېر خطرناک وو.»

د وردګو او غزني ترمنځ واټن یو ساعت دی خو دغه کاروان دا لاره په څلرویشتو ساعتونو کې ووهله ځکه چې دوی د طالبانو له کمینونو سره مخ شوي دي.

د ملي پوځ سرتېری په دې اړه وايي:«دا کمینونه چې موږ نن ولیدل ډېر خطرناک وو. تراوسه موږ داسې کمینونه نه وو لیدلي وو.»

تراوسه هم پر دې لاره د طالبانو ګواښونه شته، لکه څنګه چې د ورځې په ساعتونو تړل کېږي او یا هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې ډګر په‎کې کېږي.

د افغان ځواکونو هغه کاروان چې زموږ خبریال عبدالحق عمري هم ورسره و کله له کمین او کله هم له ډزو سره مخامخ کېږي.

شریک یي کړئ