Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اېټوپیا سینمايي فلم په اسکار کې د افغان سینما استازی

د ایتوپیا یا ارمان شهر په نوم افغاني فلم د فلم د اسکار نړیوال فسټیوال لپاره نوماند شو؛دغه فلم چې د یوه افغان هنرمند له خوا جوړ شوی دی؛ټاکل شوې ده چې اسکار په فسټیوال کې نندارې ته وړاندې شي.

ملالۍ زکریا چې د دغه فلم چمتوکونکې او اصلي لوبغاړې ده وايي چې د آرمان شهر فلم په افغانستان ،هند او اسکاټلنډ یې انځورنه اخیستل شوي دي.

دغه نوي دقیقه‎يي فلم د یوې مېرمنې کیسه انځوروي چې مېرمن یې فلج ده او غواړي د مصنوعي القا له لارې د اولاد خاونده شي.

د نوموړي فلم لوبغاړې او چمتوکونکې وايي په دغه فلم کې د راتلونکي د تضمینولو په موخه د امیندواره کېدو لپاره د دغې مېرمنې هڅې انځور شوې دي.

د دغه فلم چمتوکوونکې او لوبغاړې ملالۍ زکریا څرګنده کړه: "دغه فلم چې د جانان هغې مېرمنې چې خاوند یې فلج دی او هڅه کوي چې ماشوم نړۍ ته راوړي او د دغې هیلې د پوره کولو لپاره جنګېږي داستان نندارې ته وړاندې کوي".

هغې ټينګار وکړ: "دا فلم په افغانستان پورې تړاو لري او د افغانستان په نوم نوماند شوی دی،که چېرې کومه جایزه ترلاسه شي،پر افغانستان په ځانګړې توګه د هېواد پر سیمه پورې تړاو لري".

اېټوپیا یا ارمان شهر افغاني فلم د ناین میډیا په نوم تولید ځاي کې جوړ شوی ډېری فلم جوړونکو او څارونکو چې دغه فلم یې غوره کړی وايي له دې امله چې ارمان شهر فلم په نړیوالو معیارونو برابر شوی اسکار ته معرفي شوی او اسکار ته د یوه فلم معرفي کول یوه لاس ته راوړنه ده.

د افغان فلم پخواني رییس انجینیر لطیف په دې باور دی:" د اېټوپیا فلم د مسلکي والي له پلوه،انځور،داستان، او مسلکي کار په نړیوالو معیارونو برابر پېژندل شوی او د داورانو له خوا اسکار ته معرفي شوی دی ".

دغه فلم توانېدلی دی چې په ۷ فیسټیوالونو کې نندارې ته وړاندې شي او یو شېر جایزې یې هم ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د سرګردانه مینه او ارمان شهر فلمونه اسکار ته د لارې موندلو په موخه نوماند شوي خو یوازې ارمان شهر توانېدلی دغه نړیوال فستیوال ته لاره پیدا کړي.

دا فلم تراوسه په اوو فستیوالونو کې نندارې ته ایښودل شوي او یو لړ جایزې یې هم ترلاسه کړې دي.

د اسکار فیسټیوال د نړۍ له سترو سینمايي جایزو څخه دی چې هر کال په امریکا کې ترسره کېږي او په بېلا بېلو برخو کې غوره فلمونو ته د اسکار جایزې ورکول کېږي.

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د ایتوپیا یا ارمان شهر په نوم افغاني فلم د فلم د اسکار نړیوال فسټیوال لپاره نوماند شو؛دغه فلم چې د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه