Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بادغیس ناامنو ولسوالیو کې د ۱۳ښوونځیو د جوړېدو چارې پیل شوې

د بادغیس ولایت ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي د دې ولایت په نا امنو مقر او جوند ولسوالیو کې د ۱۳ ښوونځیو د جوړولو چارې پیل شوې دي او تر راتلونکو اتو میاشتو پورې به بشپړ شي.

دا چارواکي وايي پر یاد شمېر ښوونځیو به د ملي ښاري تړون لخوا ۶۵میلیونه افغانۍ ولګول شي او د ښوونځیو له جوړېدو سره به زرګونه ماشومان زده کړو ته لاسرسۍ ولري.

بادغیس ولایت کې د ملي ښاري تړون پروګرام مسوول، محمد هارون انیس وايي:«جوند او مقر ولسوالۍ د ښوونځي د جودې چارې دا اوونۍ پیل شوې او پاتې ۱۲ یې د ۵۷ میلیونو په افغانۍو په ارزښت په وار سره راتلونکې اوونۍ پیلږي او مخې ته ځي.»

په همدې حال کې د بادغیس ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي طالبان د ښوونځیو د رغېدو مخه نه نیسي، او د دوی ماشومان به هم دې ښوونځیو کې شامل شي.

د بادغیس والي، عبدالغفور ملکزی وايي:«فکر نه کوم چې ستونزې رامنځته شي په دې خاطر چې دا یو عامه کار دی او کومه سیاسي او یا پوځي مسله نه ده. د ښوونځیو جوړولو یوازې د نن لپاره نه دي، بلکې د اوږدمهال لپاره دي، هغه کسان چې مخالف دي، د دوی ماشومان به هم دلته زده کړې وکړي.»

د بادغیس ناامنو سیمو کې د ښوونځیو د رغېدو چارو پیل خلک هم خوشاله کړي دي. د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی، کرام الدین وايي:«موږ ډېر خوشاله یوو چې دلته یو تعلیمي بنسټ جوړ شوی دی.»

د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی، محمدانور زیاتوي:«زموږ لپاره د ویاړ ځای دی چې د لومړي ځل لپاره ښوونځی جوړیږي، په تېرو لسو کلونو کې زموږ ماشومانو په خلاصه فضا او د لمر وړانګو لاندې درس ویلو.»

د بادغیس ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي ټاکل شوې د اقراء تر نامه لاندې پروګرام له مخې د دې ولایت پنځوولسوالیو کې ۲۲۵ ښوونځي جوړ شي.

اوس مهال په بادغیس ولایت کې کابو ۵۰۰ ښوونځي شته دي چې ډېر شمېر یې ودانۍ نلري.

بادغیس ولایت کې سیمه‎ییز چارواکي وايي طالبان د یادو ښوونځیو د رغنیزو چارو مخه نه نیسي، دوی وايي دا کوم سیاسي او پوځي کار نه دی او د خلکو د ګټې په موخه د ښوونځي جوړیږي

شریک یي کړئ