Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د پوځي عملیاتو پیل

پوځي چارواکو د دوشنبې په روځ ویلي دي له طالبانو څخه د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ د بېر ته نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

د ظفر ۲۰۷ قول اردو قومندان طلوع نیوز ته وايي چې د ملي پوځ ځانګړي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي او له طالبانو څخه د جوند ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هڅې روانې دي.

طالبانو د یکشنبې په شپه د جوند پر ولسوالۍ برید وکړ او دغه ولسوالۍ یې د همغې شپې پر دوو بجو تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

له دې واړندې د بادغیس ولایتي شورا رییس بهاوالدین قادسي طلوع نیوز ته ویلي وو چې طالبانو تېره ورځ ماښام پر دغې ولسوالۍ برید کړی وه او همدارنګه د دغې ولسوالۍ ولسوال او د پولیسو قومندان د طالبانو به کلابندۍ کې دي.

ویل کېږي چې د افغان ځواکونو د وسلو یوه زېرمه هم د طالبانو لاسته ورغلې ده.

د جوند ولسوالۍ د بادغیس یوه له سترو او ډېر نفوذ لرونکې ولسوالۍ ده او په دې وروستیو کې بلواګرو په دغې ولسوالۍ کې خپلو ترهګریزو برېدونو ته زیاتوالی ورکړی دی.

پوځي چارواکو د دوشنبې په روځ ویلي دي له طالبانو څخه د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ د بېر ته نیولو ل

Thumbnail

پوځي چارواکو د دوشنبې په روځ ویلي دي له طالبانو څخه د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ د بېر ته نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

د ظفر ۲۰۷ قول اردو قومندان طلوع نیوز ته وايي چې د ملي پوځ ځانګړي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي او له طالبانو څخه د جوند ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هڅې روانې دي.

طالبانو د یکشنبې په شپه د جوند پر ولسوالۍ برید وکړ او دغه ولسوالۍ یې د همغې شپې پر دوو بجو تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

له دې واړندې د بادغیس ولایتي شورا رییس بهاوالدین قادسي طلوع نیوز ته ویلي وو چې طالبانو تېره ورځ ماښام پر دغې ولسوالۍ برید کړی وه او همدارنګه د دغې ولسوالۍ ولسوال او د پولیسو قومندان د طالبانو به کلابندۍ کې دي.

ویل کېږي چې د افغان ځواکونو د وسلو یوه زېرمه هم د طالبانو لاسته ورغلې ده.

د جوند ولسوالۍ د بادغیس یوه له سترو او ډېر نفوذ لرونکې ولسوالۍ ده او په دې وروستیو کې بلواګرو په دغې ولسوالۍ کې خپلو ترهګریزو برېدونو ته زیاتوالی ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه