Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برچي اوسېدونکي: د دې سیمې د امنیت تامین دې موږ ته وسپارل شي

دشت برچي د کابل په لوېدیځ کې پرته سیمه ده چې په دې وروستیو میاشتو کې په دغه ځای کې ډېر ځانمرګي بریدونه او چاودنې شوې دي.

د پلازمېنې په دغه سیمه کې د ناامنیو زیاتوالي د دې ځای یو شمېر اوسېدونکي دې ته اړ کړي چې په خپله وسلې واخلي او د خپلو کورونو د امنیت د ټینګښت لپاره لاس په کار شي.

هغوی له حکومته غواړي چې اجازه ورکړي ترڅو دوی په خپله په دې ځای کې له مذهبي ځایونو، ولسي غونډو او ښوونیزو ځایونو ساتنه وکړي.

په دشت برچي کې د جوماتونو د ساتونکو یو تن قومندان چمن علي بهسودي وايي چې دم‎ګړۍ د دغې سیمې اوسېدونکو د جوماتونو د امنیت د ټینګښت لپاره څه باندې ۵۰۰ تنو وسله پورته کړې ده.

شپيته کلن چمن علي بهسودي وايي چې د دې سیمې د امنیت په ساتلو کې د ولسي خلکو کار د امنیتي ادارو په پرتله اغېزمن دی.

ښاغلي بهسودي زیاته کړه:«اوس موږ د یوسلو یوه جوماتونو امنیت تامین وو او څه باندې پنځه سوه میله وسله په لاس کې لرو او دغه بهیر توانېدلی چې ښه پایله ولري او په دغو جوماتونو کې چې د خلکو له خوا یې امنیت ساتل کېږي تراوسه کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.»

په همدې حال کې دشت برچي کې ځينې ولسي ځواکونه هم حکومت د پلازمېنې په دغې برخه کې د امنیت په ټینګښت کې په ناکامۍ تورن وي او ټینګار کوي چې هغوی چمتو دي چې په خپله وسله پورته کړي او له دې سیمې ساتنه وکړي.

په دشت برچي کې یو تن له ولسي ځواکونو سجاد حسین وايي:«که‎چېرې حکومت د خلکو د امنیت د ټینګښت وس نه لري، نو د سیمې خلکو ته دې وسله ورکړي ترڅو په خپله خپل امنیت ټینګ کړي.»

د دغو ځواکونو یو بل غړی عبدالحمید علي زاده هم څرګندوي:«حکومت نه شي کولای چې امنیت ټینګ کړي، نو اړ شو چې وسله پورته کړو.»

له بلخوا، د کابل د دې برخې ځينې اوسېدونکي، په دغې سیمه کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره ګواښ کوي که‎چېرې حکومت د برچي د امنیت د تامین لپاره کومه تګلاره جوړه نه کړي، وضعیت به له دې بدتر شي.

د دشت برچي اوسېدونکی عبدالحمید رضايي وايي:«فوټبال ته تلای نه شو، سپورټ نه شو کولای؛ نه پوهېږم چې خلک له دغه حکومت سره څه وکړي. که‎چېرې حکومت نه شي کولای چې د خلکو امنیت ټینګ کړي نو خلکو ته دې وسله ورکړي.»

خو د کورنیو چارو وزارت د دشت برچي سیمې د اوسیدونکو وسله وال کول ناشوني ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وویل:«دا چې خلک وايي چې عام خلک دې وسله‎وال شي دا ناشونې ده. خو که‎چېرې هغوی د خلکو د امنیت د تامین لپاره جامع طرحه لري نو هغه دې امنیتي بنسټونو ته وړاندې کړي.»

له څه باندې یوه کال راهیسې د دشت برچي سیمې له ۵۰۰ زیات اوسېدونکي د هغه څه له امله چې د دوی د امنیت په خوندیتوب کې یې د حکومت ناتواني ګڼي په ولسي ځواک کې شامل شوي او په دغه سیمه کې یې د سلو جوماتونو او تکیه خانو د امنیت د ساتلو مسوولیت پرغاړه اخیستی دی. 

ددې سیمې اوسیدونکي حکومت د هغوی د امنیت په خوندیتوب کې په ناتوانۍ تورنوي او له حکومته غواړي د دشت برچي د امنیت مسوولیت د دې سیمې اوسېدونکو ته وسپاري.

شریک یي کړئ