د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر، د پنجشنبې په ورځ (د غوايي ۱۳ مه) د ولسمشر غني له خوا د لومړنۍ برېښنايي پېژندپاڼې له اخیستو سره، رسماً پیل شو.
ولسمشر غني، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د امنیت او ښې حکومتوالۍ په تأمین کې اغېزمن بولي.
ښاغلی غني وايي چې برېښنايي پېژندپاڼې په هېواد کې د ملي یووالي نښه ده او هر څوک کولای شي خپل پېژاند په هغه کې وویني.
هغه زیاتوي چې حکومتوالي، د اقتصاد پراختیا او په یوېشتمې پېړۍ کې د خدمتونو وړاندې کول، له مالوماتو پرته نه ترسره کېږي؛ له برېښنايي پېژندپاڼو سره دغو اسانتیاو ته رسېدلای شو.
ولسمشر وايي د دې لپاره نن ورځ د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره ځانګړې شوې ده چې د هغه په وینا، ښايي د دوشنبې په ورځ ځانګړي بریدګر جعلي پېژندپاڼه لرلې وای.
هغه په دې اړه څرګنده کړه:«دا د ترهګریزې پېښې په خاطر وه او شونې ده چې د دوشنبې ورځې ځانمرګي بریدګر جعلي پېژندپاڼه لرله. له همدې امله زما لپاره د افغانستان د خلکو امنیت ډېر مهم دی او پر دې باید پوه شو چې څوک افغان دی او د هغه بایومیټریک به په ټولو اسنادو کې ثابت کېږي چې د کوم ځای او مخینه یې څه ده.»
د دوشنبې په خونړي برید کې د ۹ خبریالانو او تصویري اخیستوونکو په ګډون کابو ۲۰ تنه ووژل شول او کابو ۵۰ تنه نور ټپيان شول.
له دې سره په ورته وخت کې د کاغذي پېژندپاڼې د وېش بهیر هم جریان لري او د وګړو د احوالو دثبت ادارې په وینا ټاکل شوې ده د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره کابو ۱۰ مېلیونه کاغذي پېژندپاڼې ووېشل شي.
خو ولسمشر وايي چې دواړه بهیرونه به دوام لري:«د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر په دې ما نا نه دی چې د کاغذي پېژندپاڼو د وېش بهیر درول کېږي، بلکې دا دواړه پروسې په موازي توګه ترسره کېږي او اړتیا ده ترڅو پوه شو چې دا دوه پروسې د وګړو د احوالو د ثبت ادارې له خوا په بشپړه اماندارۍ سره ترسره کېږي.»
د برېښنايي پېژندپاڼو وېش په داسې حال کې پېلېږي چې له دغه بهیر څخه وړاندې د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو شتون له امله ځنډول شوی وه.