Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنا مېترونو د بدلون په اړه د پلازمېن‎مېشتو شکایت

پلازمینې کابل یوشمیر اوسیدونکي د بریښنا میترونو له بدلولو  شکایت لري، دوی وايي چې د بریښنا شرکت سیمه‎ييز مسوولین د دې له امله چې له پخوانیو میترونو کې فساد کوي، نو ځکه نه غواړی میترونه یې بدل کړي.

له «انالوګ څخه دیجیتال» ته په پلازمینه کابل کې د بریښنا ميټرونو بدلولو بهیر له لسو کلو راهیسې دوام لري، خو لاهم یو شمېر اوسیدونکي نه دي توانیدلي چې خپل میټر بدل کړي.

د کابل اوسيدونکي، نوید وویل:«په یو شمېر مواردو کې د برېښنا شرکت یو شمېر کارکوونکي له کورنیو سره جوړه کوي او لګښت یې کم شمېري. ځکه دا کسان د دیجیتالي میترونو لګولو لپاره خوښ نه دي.»

د پلازمینې دغه اوسیدونکي وایي، د میترونو د لوستو پرمهال د بریښنا شرکت د کار کوونکو لخوا له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هغوی په وینا د بریښنا شرکت نه شي کولی د بریښنا عواید په سمه توګه راټول کړي.

د کابل بل اوسېدونکی، محمد قسیم زیاتوي:«د برېښنا شرکت باید زموږ مېترونه دیجیتال کړي، ځکه چې موږ نه پوهېږو څومره د دوی حساب د برېښنا په صرفیه کې رېښتینی دی.»

په همدې حال کې د بریښنا شرکت مسوولین وایي چې د کابل بریښنا په شبکه کې دستونزو د هوارۍ په موخه به ډېر ژره میترونه بدل شي.

د برېښنا شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي څرګندوي:«موږ د ټولو ډیجیتالي میترونو لګولو په موخه کارونه پیل کړي دي او د اکار په چټکۍ روان دی.»

د بریښنا شرکت په پام کې لري د خپلو عوایدو شفاف راټولولو په برخه کې د بریښنا بیلونه د بریښنا په شبکه کې نصب کړي.

د پلازمینې ډېری اوسیدونکي ادعا کوي چې د برېښنا شرکت سیمه‎ييز کارکوونکي خپله نه شي کولی د دوی میترونه بدل کړي

شریک یي کړئ