Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بغلان اوسېدونکي:د حکومت ناتواني نور د زغم وړ نه ده

د بغلان یو شمېر اوسېدونکو نن (شنبې د زمري په ۲۱ مه) په یوې غونډه کې د (افغانستان د ژغورنې لپاره ائتلاف) د ملاتړ لپاره راغونډ شوي وو، ګواښ یې وکړ چې نور په ملي یووالي حکومت کې ناتواني د زغم وړنه ده.

د دغه غونډې ګډونوال ټینګار وکړ چې له دې وروسته د حکومت د کم کاریو او ناتوانیو په وړانډې به چوپ پاتې نه‎شي.

د بغلان د ولایتي شورا غړی او د دغې غونډې یو ګډونوال محبوب الله غفاري وویل:«ډاکټر صاحب عبدالله او ډاکټر غني د خلکو صبر مه امتحان وئ؛ د خلکو زور د خدای زور دی. کله چې خلک په تنګ شول، اړ دي چې ستاسو د له‎منځه وړلو لپاره له هرې ټاکنې استفاده وکړي.»

له بلخوا د دغې غونډې جوړونکي هم له حکومت څخه غواړي چې امنیت او له فساد سره مبارزه په خپل کاري لومړیتوب کې راولي او پرې نه ږدي چې له دې ډېر بې ګناه خلک قرباني شي.

د دین عالم مولوي محمد نادر وفا جو څرګنده کړه:«له دغو ناامنیو او بې عدالتیو سره ایا موږ پر چا حکومت کوو؟ ۳۰ کلن او ۲۰ کلن نسل خو مو له منځه یوړ او اوس غواړئ هغه ماشومان چې په زانګو کې دي هم له منځه یوسئ؟»

د همدې غونډې ګډونوال، د افغانستان د ژغونې د ایتلاف نه په ملاتړ سره وایي، وروسته تر دې به، د دغه ایتلاف د مشرانو په لارښونه مخ ته ځي.

په هېواد کې د ترهګرۍ له زیاتوالي سره په ورته وخت کې، پر ملي یووالي حکومت نیوکې هم زیاتې شوي دي.د دغه غونډې ګډونوال ټینګار وکړ چې له دې وروسته د حکومت د کم کاریو او ناتوانیو په وړانډې به چوپ پاتې نه‎شي.

شریک یي کړئ