Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بغلان په تاله او برفک کې د طالبانو پراخ حضور

د طلوع نیوز خبریال حمید شیرزي چې د هېواد له پوځیانو سره یې تاله او برفک ته سفر کړی،وايي چې طالبان د بغلان په تاله او برفک لسوالۍ کې پراخ حضور لري او د هېواد پوځيان په دغه ولایت کې د اتو کان کېندونکو د وژنې د عاملینوې په نیولو کې تراوسه ناکام دي.

د طلوع نیوز تازه انځورونه يي چې د تاله او برفک په ولسوالۍ کې ډېر شمېر طالبان حضور لري او هغه پوځيان چې دغه ولسوالۍ ته د پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره تللي وو، له لاسته راوړنې څخه پرته بېرته ستانه شول.

ښاغلی شیرزی وايي چې د لارې په اوږدو کې شونې ده چې په دغو ستونزمنو او غرنیو لارو کې طالبان برید وکړي؛خو له اوو ساعتونو مزل څخه وروسته تاله او برفک والسوالۍ ته ورسېدو.

که‎څه هم دغې ولسوالۍ ته د پوځيانو د تلو موخه د عملیاتو په لاره اچول وو،خو قومي مشرانو او خلکو وغوښتل چې پوځيان له ډزو څخه پرته د کان کېندونکو د وژلو ځای ته ولاړ شي.

پوځيانو ومنله.د لارې په اوږدو کې،د طالبانو لومړنۍ مورچلې مالومې شوې.هر څومره چې مخ په وړاندې  ځو د طالبانو پراخ حضور او د هغوی ټینګې مورچلې تر سترګو کېږي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د کنډک قومندان دګرمن ضیاء‎الدین وویل:«موږ د انار درې په سیمه کې یوو او د ولسمشر د فرمان په نظر،عملیات مو په لاره اچولي چې د اتو کان کېندونکو وژونکي ونیسو،خو هغه دوه وژونکي تېښتېدلي دي.»

د بغلان د امنیه قومندانۍ اداري مرستیال سمنوال صافي په دې اړه څرګنده کړه:«موږ انار درې ته ورسېدو او تراوسه څرګنده شوې نه ده چې کومې ډلې دغه کان کېندونکي وژلي. موږ هڅه کوو چې دغه کسان په کوته او ونیول شي.»

د سیمې مشران په دې باور دي چې د دغو وژونکو د نیولو یوازینۍ لاره د ځانګړو عملیاتو ترسره کول دي نه د پراخو عملیاتو!

د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا غړي مولوي سید الرحمان عظیمي وویل:«که‎چېرې دوی د کشفي ارګانونو له لارې ځانګړي عملیات په لاره واچوي غوره ده،ځکه چې په ژمي کې خلک هم نه په تکلیف کېږي او دولت هم په اسانۍ سره کولای شي وژونکي ونیسي.»

د تاله او برفک قومي مشر نورالدین احمدي هم وايي:«د دغو کسانو د نیونې په اړه د تاله او برفک خلک سل په سله کې همکار دي او د هغوی په پېژندنه کې تراوسه هېچا دغه کسان نه دي پېژندلي.»

پوځي کاروان له دې څخه پرته چې عملیات په لاره واچوي،د تاله او برفک ولسوالۍ مرکز ته راستانه شول.

شریک یي کړئ