Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ قومي مشران د ارګ او نور ترمنځ د شخړو د پای غوښتونکي دي

د بلخ ځينې قومي مشران، د ملي یووالي حکومت له مشران څخه غواړي چې د ارګ او د ولسمشر لخوا د بلخ لیرې کړل شوي والي عطامحمد نور ترمنځ شخړې ژر تر ژره پای ته ورسوي.

د قوم دا مشران د بلخ له څوارلسو ولسوالیو، د همدې له امله نن د مزارشریف په ښار کې سره راغونډ شوي وو.

هغوی ګواښ کوي که‎چېرې دغو شخړو ته د پای ټکی کې نه‎ږدي هېواد یوځل بیا د بې ثباتۍ په لور ولاړ شي او د تېرو ۱۶ کلنو لاسته راوړنې به له منځه ولاړې شي.

د سادات ټولنیزې ټولنې مشر او د قومي مشر سید عبدالجبار جمال په دې اړه وویل:«د ملي یووالي حکومت مشران باید د خلکو او د بلخ د مشرتابه برخلیک ته پاملرنه وکړي او دا ستونزه د ولسواکۍ ارزښت په مطابق او د اساسي قانون په ګټه حل کړي.»

هغه دې ته په اشارې سره چې خلک له دغو شخړو په بېلابېلو لاملونو زیانمن شوي، هم څرګنده کړه:«د بهرنیو اسعارو د بیو لوړوالی، په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیت له‎منځه تلل، د خوراکي توکو لوړېدو د خلکو ارامښت یې له‎منځه وړی دی.»

د دغه غونډې ګډونوال په دې اند دي چې د ارګ او عطامحمد نور وروستي مخالفتونه د بېلا بېلو اړخونو له کبله زیان رسوي.

د افغانستان د ځوانانو د پارلمان غړی مختار احمدي په دې اړه وايي:«د دې وضعیت دوام په هېڅ ډول د هېواد او د افغانستان د خلکو په سلا نه دی.»

په دې غونډه کې قومي مشرانو، د مدني حقونو دفاع کوونکو او دیني عالمانو ګډون کړی وو. هغوی ټینګار کوي که‎چېرې وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، په افغانستان کې به د بشري حقونو ارزښتونه له‎منځه ولاړ شي او ناامني به پراخیتا وموي.

د ښځو د حقوقو فعاله محبوبه سادات په دې اړه وايي:«باید هڅه وکړو او جدي حرکت وکړو، و پرې نه ږدو زموږ او زموږ د خلکو ټولنیزه سوکالي له منځه ولاړه شي.»

دغه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې له درېیو اوونۍ زیاته موده کېږي چې د ارګ او اسلامي جمعیت ګوند ترمنځ اختلافونه دوام لري.

که څه د حکومت او اسلامي جمعیت ګوند د استازو ترمنځ پنځه ځله غونډې شوي، خو تراوسه هم د دغو اختلافونو لپاره يي حل لاره نه ده موندلې.

د دغې غونډې ګډونوال ګواښ کوي که‎چېرې دغو شخړو ته د پای ټکی کې نه‎ږدي هېواد یوځل بیا د بې ثباتۍ په لور ولاړ شي او د تېرو ۱۶ کلنو لاسته راوړنې به له منځه ولاړې شي.

شریک یي کړئ