Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ نوی والي: له فساد سره مبازره او امنیت به ټینګ کړو

محمد اسحاق رهګذر چې د بلخ د نوي والي په توګه ګمارل شوی، وايي چې د امنیت ټینګښت او له اداري فساد سره مبارزه، د هغه په کاري لومړیتوب کې دي.

ښاغلي رهګذر د نوي ښوونیز کال د پیل د زنګ کړنګولو په مراسمو کې ګواښ وکړ له فسادګرو سره به په جدي توګه مبارزه وشي او همدارنګه هېڅ ډول واسطه به ونه مني.

 دی د بلخ خلکو ته ډاډ ورکوي چې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره له هېڅ راز هڅو څخه به سپما ونه کړي.

هغه زیاته کړه:«زموږ په لومړني پروګرام کې د امنیت ټینګښت دی چې د ټولو څیزو په پرتله موږ ته مهم دی؛ که‎چېرې امنیت نه وي، هېڅ نه لرو، په تېرو درې میاشتو کې مو په دې لړ کې ځينې ستونزې لرلې.»

د بلخ والي د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې خپل بچیان ښوونځيو ته واستوي او د هغوی د زده کړو مخه ونه نیسي.

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې څه باندې ۶۰۰ ښوونځي شته چې ۹۸ سلنه یې پرانیستي دي.

د بلخ د پوهنې رییس صبغت الله مستقیم په دې اړه څرګنده کړه:«په ناامنه سیمو کې لکه په زارع او البرز کې کله ناکله دوه سلنه ښوونځي تړل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۷ ښوونیز کال د پیل زنګ نن په رسمي توګه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني له خوا وکړنګول شو.

که‎څه هم زده کوونکي په بلخ کې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو خوښ دي خو د درسي کتابونو کموالی تر ټولو لویه ستونزه بولي.

اوس زده کوونکي هیله من دي چې په نوي ښوونیز کال کې د درسي کتابونو د کموالي ستونزه هواره شي ترڅو وکړای شي په معیاري توګه زده کړې وکړي.

د بلخ نوي والي، نن د زنګ له کړنګولو سره، په دغه ولایت کې یې ۱۳۹۷ ښوونیز کال پيل کړ، دی د بلخ خلکو ته ډاډ ورکوي چې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره له هېڅ راز هڅو څخه به سپما ونه کړي.

شریک یي کړئ