د بلخ والي ویاند، احمد منیر فرهاد نن(چهارشنبې د غويي۲۶مه) وایي، صیفالدین په نامه د بلخ د والي محمد اسحاق رهگذر خوریی چې ۲۱کاله عمر لري یوې جلۍ لخوا وژل شوی دی.
په همدې حال کې د بلخ پولیسو ویاند، شېرجان دراني همداراز څرګندوي چې تورنه مېرمن نیول شوې، خو د پېښې څرنګوالي او د هغې هویت په اړه څه نه وايي.
د ښاغلي دراني په خبره، پېښه د روضې سویل خواته د خالد پروژې سیمه کې شوې ده.
د بلخ د والي ویاند وژنې څرنګوالي په اړه څه نه وايي.
د مزار شریف د حوزوي روغتون د ډاکټرانو مشر، نورمحمدفیض وایي، دغه ځوان تېره شپه په داسې حال کې چې په ټټر لګیدلی وه، روغتون ته راوړل شو، خو د چهارشنبې په سهار یې ساه ورکړه.
نوموړی وايي چې وژل شوی کس ۲۱ کاله عمر لري او نوم یې صیفالدین دی.
د بلخ امنیه قومندان جنرال اکرم سامح دغه پیښه تایید وي او وایي، تراوسه د دغه ځوان د وژنې لامل نه ده دی څرګند.
دی زیاتوي چې د موضوع روښانه کېدو په موخه حقیقت موندونکی پلاوی ټاکل شوی دی.