Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ چهاربولک ولسوالۍ امنیه قومندان روغتون کې ساه ورکړه

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي نن(یک‎شنبې د غويی۲مه) وايي چې د چهاربولک امنیه قومندان، محمدحلیم خنجر تېر ماښام په روغتون کې سا ورکړې ده.

دا چارواکي زیاتوي چې ښاغلی خنجر له طالبانو سره په نښته کې ټپي شوی وه.

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند، شېرجان درنی تائیدوي چې ښاغلي خنجر شنبې سهار په چهاربولک ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې ټپي شوی وه او تېره شپه ناوخته یې د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

دی زیاتوي چې په دې نښته کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.

له بلې خوا د بلخ ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې تېره  ورځ د الماس په نامه هم د یوه سیمه‎يیز قومندان مړی له چهاربولک ولسوالۍ روغتون ته ورلېږدول شوی دی.

طالبانو د برید مسوؤلیت منلی دی.

روغتیايي چارواکي تائيدوي چې تېره  ورځ د الماس په نامه هم د یوه سیمه‎يیز قومندان مړی روغتون ته ورلېږدول شوی دی

شریک یي کړئ