Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بښنې نړیوال سازمان پر لاریون کوونکو د ډوز د څېړلو غوښتونکی شو

د بښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۱۲ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي د دې سربېره چې لاریون کوونکو د پولیسو په لور ډبرې ګوذار کړې،خو د لاریون کوونکو دغه کړنه د امنیتي ځواکونو مرګونې او وژونکې کړنه توجیه کولای نه‎شي.

سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان رییس بیرج پټنایک پر لاریون کوونکو د امنیتي ځواکونو د ډزو په اړه داسې وویل:«امنیتي ځواکونو د قهرجنو لاریون کوونکو په وړاندې چې د یوې خونړۍ پېښې په غبرګون کې یې اعتراض کړی وه،له زور او وژونکي چلند څخه کار اخیستی او دا د چارواکو له خوا د عادي خلکو ژوند ته سپکاوي ښودنه کوي.»

هغه زیاته کړه:«په داسې حال کې چې رپوټونه ښيي چې ډېر لږ لاریون کوونکو له تاوتریخوالي کار واخیست او پر پولیسو یې ډبرې ګوذار کړې، ولي د ا کار د پولیسو وژونکې او مرګونې کړنه نه شي توجیه کولای.»

پټنایک وړاندې کاږي:«د افغانستان خلک د عدالت وړ دي او باید خپلواکه او بې پرې څېړنه ترسره شي او د دغه چاودنې عاملان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي. او همدارنګه چارواکي د لاریون کوونکو پر ضد زور زیاتی باید تعقیب کړي او هغه کسان چې د لاریون کوونکو د وژلو عامل دي عدلي بنسټونو ته معرفي شي او عدالت پلی شي.»

لاریون کوونکي د جمعې په ورځ واټونو ته راووتل او د زنبق په څلور لاره کې هغه ځای چې د چهارشنبې مرګونی برید وشو، سره راغونډ او له هغه ځای څخه یې غوښتل ځانونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسوي.

امنیتي ځواکونو ولسمشرۍ ماڼۍ ته د لاریون کوونکو د رسېدو د مخینوي لپاره، پر هغوی ډزې وکړې چې په پایله کې یې ۵ تنه ووژل شو او ۱۵ تنه نور ټپيان شول.

دغه لاریون د چهارشنبې د خونړي برید په اعتراض کې چې په هغه کې څه باندې ۱۰۰ تنه شهیدان او څه باندې ۴۰۰ نور ټپيان شول په لاره اچول شوی وه.

شریک یي کړئ