د بګرام ولسوالۍ ځايي چارواکو نن (چهارشنبې د زمري ۱۸ مه)وویل چې ناپېژانده وسلهوالو د بګرام د هوايي ډګر په څلور ښځينه کارکوونکو برید کړی.
ځايي چارواکي وايي چې په دغې پېښه کې درې ښځې وژل شوي او یوه بله یې ټپي شوې ده.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي چې دغه پېښه د بګرام د هوايي ډګر تهڅېرمه رامنځته شوې او وسلهوال له برید څخه وروسته په تېښته بریالي شوي دي.
هغه زیاته کړه:«چې دغو ښځو د هوايي ډګر د تلاشۍ په برخه کې کار کاوه.»
هغه ویلي چې درې ښځو ژوند له لاسه ورکړی او یوه بله یې ټپي شوې ده.
هغه د دغې پېښې په اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل.
د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې تراوسه د دغې پېښې پړه نه ده منلې.
د بګرام هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو یو تر ټولو ستره پوځي اډه ده چې د کابل په ۴۰ کیلومټرۍ کې موقعیت لري.