د پروان ولایت د پولیسو چارواکي تاییدوي چې د بګرام پر هوايي ډګر دوشنبې ماښام(د لیندۍ په ۵مه نېټه) توغندیز بریدونه شوي دي.
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، ضیاءالرحمن فایض سیدخیلي نن سېشنبې وویل چې د دولت مخالفو وسلهوالو د نصرو کلا له کلي د بګرام پر هوايي ډګر توغندي وتوغول.
دی زیاتوي چې دا توغندي موخې ته له رسېدو مخکې د بهرنیو ځواکونو لخوا په هوا کې شنډ شول او چا ته زیان نه دی اوښتی.
د ښاغلي سیدخيلي په وینا تېره یوه میاشت کې کابو لس ځله د دولت وسلهوالو مخالفینو د بګرام پر هوايي ډګر برید کړی دی.