Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بین الافغاني غونډې ګډون کوونکي دوحې ته ورسېدل

د افغانانو ترمنځ غونډې کابو ۶۰ ګډون کوونکي چې ټاکل شوې سبا (یکشنبې د چنګاښ په ۱۶مه) پيل شي کوربه هېواد دوحې ته رسېدلي دي. 

ګډون کوونکي چې له افغانستانه تللي دي، د مدني ټولنې غړي، خبریالان، ښځې او ځینې سیاستوالان دي.

په دغې غونډه کې، به ۱۵ تنه طالب مشران هم ګډون وکړي. قطر او المان په ګډه د افغانانو ترمنځ ناستې زمینه برابره کړې ده.

له دغې ناستې خبرې سرچینې وايي د افغانانو ترمنځ ناستې جوړونکو تمرکز د مهمو مسایلو په ګوته کول او ډلبندي کول او همدارنګه د سولې خبرو اترو د مدیریت د یوې تګلارې رامنځته کول به وي.

که‎څه هم ځينې حکومتي څېرې هم دغې غونډې ته بلل شوې دي، خو افغان حکومت وايي چې دغه کسان په دغې غونډه کې د افغان حکومت استازي نه کوي.

له دې سره جوخت، لوېدیځې رسنۍ رپوټ ورکړی چې طالب استازي او امریکايان چې له یوې اوونۍ راهیسې په قطر کې د سولې په خبرو بوخت دي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د هوکړې د لاسوند د لیکو په حال کې دي.

د دغو رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، طالب استازي او امریکا هڅه کوي چې د سبا غونډې له پیل مخکې، دا لاسوند به وروستۍ کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانانو ترمنځ ناسته د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د قطر مرکز دوحه کې جوړه شي.

شریک یي کړئ