Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تبیان په مرکز د داعش برید او د حکومت پر امنیتي سیاست نیوکې

د کابل د تبیان پر کلتوري مرکز د ځانمرګي برید ډېر شمېر مړي او ټپیان د استقلال روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغه روغتون د ډاکټرانو په وینا د دغه برید ډېری ټپیان ځوانان دي.

د تبیان د کلتوري مرکز مسوول چې خپله ټپي دی وايي د هغوی په مراسمو کې کابو ۲۰۰ کسانو ګډون کړی وه چې ځانمرګی برید رامنځته وشو.

له برید څخه وروسته په لسګونه کسان استقلال روغتون ته راغلې ترڅو د خپلو کورنیو هغه غړي چې په تبیان کلتوري مرکز کې وو وویني، ټول اندېښمن او خواشیني دي.

د قربانیانو یو شمېر کورنۍ په غوسه دي او د حکومت مشران په ناتوانۍ تورنوي.

د تبیان د کلتوري مرکز مشر سید باقر په دې اړه وویل:«هلته کابو ۲۰۰ تنه سره راغونډ شوي وو.»

په پېښه کې ټپي شوې رابعه وايي:«په عین وینا کې یو ځل ځانمرګی برید وشو. ټول ځای اور واخیست. نوره پوه نه شوم چې څه ډول راووتم.»

Following the attack, families and loved ones of the victims gathered outside the hospital frantically waiting for news of their relatives.

د دغې پېښې یو بل ټپي محمد عظیم زیاته کړه:«یو وخت وې ولیدل چې ټول ځای د سوځېدو په حال کې دی. ټول خلک سوځي. زما وضعیت هم خراب وه.»

یوه معترض هېوادوال محمد حسن رضايي د  حکومت مشرانو ته په خطاب کې وویل:«د ځان او د څوکۍ د ګټې لپاره بې وزله خلک مه قربان وئ. هغه کسان چې تاسې یې وینئ نه د وزیر زوی دی او نه هم د وکیل، نه هم د ولسمشر زوی دی ټول یې بې وزله دي او ټول هغه کسان دي چې د زده‎کړې لپاره تلل.»

د دې پېښې ټول ټپيان سوځېدلي دي.

د استقلال روغتون ډاکټر محمد اسماعیل څرګنده کړه:«ډېری یې سوځېدلي د بدن غړي یې پرې شوي دي.»

Those injured in the attack have called on government to increase security measures for religious and cultural institutions.

د استقلال روغتون رییس صابر نصیب هم وویل:«د پنځو تنو وضعیت نازک دی، نور یې د اندېښنې وړ نه دي انشالله ډاکټران کار کوي او موږ هیله لرو چې ډېر ژر ښه شي.»

تبیان کلتوري مرکز له کابو دیارلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري.

شریک یي کړئ