Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تخار والي: د تخار اووه ولسوالۍ له ګواښ سره مخ دي

د تخار والي عبدالحق شفق چې کابل ته راغلی دی د هغه څه په تړاو چې د تخار له څو ګاونډیو ولایتونو یې د دغه ولایت پر ځینو برخو د طالبانو یرغل بولي خبرداری ورکوي.

ښاغلي شفق له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د تخار ولایت اووه ولسوالۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي؛ خو زیاتوي چې دې ډلې، تر ډېره د اشکمش پر ولسوالۍ خپل بریدونه متمرکز کړي دي.

د تخار والي مني چې له طالبانو سره د مخامخ کېدو لپاره بسندویه ځواکونه نه‎لري. 

د تخار والي عبدالحق شفق زیاته کړه:«د غبرګولي له اتلسمې، هغوی یو پراخ برید یې له پنځو لورو پیل کړ. اصلاً موخه یې هم، لکه څرنګه چې د سړې جګړې د تبلیغاتو بازار یې په لاره اچولی و، ویل موږ د دغه ولایت مرکز نیسو.»

په داسې حال کې چې د تخار پر بېلابېلو برخو د طالبانو د وروستیو بریدونو په تړاو بېلابېل باورونه شته؛ د تخار والي دغه ولایت ته د طالبانو د مخې کولو لامل مالي سرچینو له هغې ډلې د آی خانم سوداګریز بندر ته لاسرسی بولي.

دا بندر د تخار په دست قلعه ولسوالۍ کې دی او د افغانستان او تاجسکتان تر منځ د پولې یوه برخه ده.

ښاغلي شفق څرګنده کړه:«وینئ چې دلته یې هم دفاعي استحکامات ضعیف دي، نوم یې هم بندر دی، موږ هم کولای شو لږ تر لږه همدا محصول چې حکومت زموږ له ګاونډي هېواد د سمنټو له وارداتو اخلي، موږ واخلو په دنیا کې چې موږ ونه کړای شول چې یو سرحدي بندر له حکومته ونیسو.»

اخوا د تخار د اشکمش ولسوالۍ چې به وروستیو ورځو کې په‎کې جګړې شوې د شنبه پر شپه هم د درنو نښتو شاهده وه.

دا ولسوالۍ د تخار د مرکز تالقان ښار په اویا کیلومټرۍ کې ده او د کنز او بغلان ولایتونو په ګاونډ کې پرته ده.

د ملي دفاع وزارت مرستیال فواد امان وايي:«ملي دفاع وزارت، د تخار ولایت وضعیت ته جدي پاملرنه لري. دغه ولایت ته ډېر ځواکونه استول کېږي او ډېر عملیات به ترسره شي.»

د قدر، خواجه بهاءالدین، ینګي قلعه، چاه آب، دست قلعه او خواجه شاه د تخار هغه نورې ولسوالۍ دي چې په وروستیو میاشتو کې، پکې سختې جګړې شوي دي.

شریک یي کړئ