Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تخار ینګي قلعه ولسوالۍ د طالبانو لخوا ونیول شوه

د تخار ځايي چارواکو نن سې‎شنبې (د وږي په ۱۹مه) د دې پخلی وکړ چې د دغه ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ ځینې برخې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وايي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو دا ولسوالۍ بېرته له طالبانو ولکه کړي.

په دغې ولسوالۍ کې له دوه ورځو راهیسې، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

ښاغلی هجري وايي چې په دغې نښته کې تراوسه د طالبانو د یوه قومندان امام‎الدین په ګډون ۲۸ طالب اورپکي وژل شوي دي.

هغه زیاتوي چې په دغې ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په پار امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.

د تخار د والي ویاند همدارنګه ټينګار وکړ چې د ولایت له مرکزه دغې ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه استول شوي او د دغو ځواکونو له رسېدو سره، وضعیت به بدلون وکړي. 

هغه په دغې جګړه کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

بلخوا طالبان بیا وايي چې دا ولسوالۍ یې نیولې ده او په نښته کې یې یو ډېر شمېر امنیتي ځواکونه وژلي دي.

شریک یي کړئ