نن ماسپښين مهال د کابل په «شهر نو» سیمه کې د تمیم په نوم د یو سوداګر او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوه، چې تر ماخستن اوو بجو لا هم روانه وه.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په دې پېښه کې تر اوسه پورې یو پولیس وژل شوی، شپږ نور پولیس او یو خبریال ټپيان شوي دي، چې د یو ټپي پولیس وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي طلوعنیوز ته وویل، چې د تمیم په نوم یو تن چې سوداګر دی، د عبدالله د زوی اسدالله کور غصب کړی و.
هغه زیاته کړه: «اسدالله عریضه کوي، چې تمیم کور غصب کړی، درې سره محکمې حکم کوي چې غصب شوی، امنیتي ځواکونه د محکمې د حکم د تطبیق په موخه ځي، دا د پولیسو دنده ده چې احکام تنفیذ کړي خو د تمیم وسلهوال پرې ډزې کوي.»
رحیمي وايي میاشت وړاندې تمیم ته ویل شوي و، چې باید کور تخلیه کړي، خو لا يې هم کوم اقدام نه و کړی.
رحیمي وویل:«میاشت مخکې ورته وايي چې میاشت کې باید کور تخلیه شي، چې نن ورځي، د هغه وسله وال پرې برید کوي.»
نوموړي د تمیم د پېژندنې او دا چې هغه دومره وسلې له کومه کړې، څه ونه ویل، خو ويې ویل چې هغه یو سوداګر دی او دوی به ډېر ژر د نامسووله وسلهوالو پر ضد جدي ګام واخلي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې له ډار او وېرې سره مخ شوي دي او تر ډېره د پېښې پر نوعیت نه پوهېدل.
د اسلام الدین په نوم یو تن وايي: «زه دلته دوکان لرم، د هغه کور له بامه څو تنو ډزې وکړې.»
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي چې پر امنیتي ځواکونو د درنو وسلو «راکټ او پیکا» ډزې هم شوې دي.