Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تېرې ورځې لاریونوالو حکومت په بې وسۍ تورن کړی

تېره ورځ کابل ښار د غزڼي او ارزګان د جګړو له امله د سلګونو کسانو د لاریون شاهد و. 

په دې لاریون کې چې لاریونوال د ارګ تر دېوالونو رسېدلي و، په شعارونو کې يې له دولته غوښتل چې د خلکو خوندیتوب کې جدي واوسي. 

ماسپښين مهال، همدې لاریون ته څېرمه استقلال لېسې ته نږدې چاودنې د څو تنو نورو تر څڼګ د لاریونوالو درې ګډونوال هم ووژل، چې کورنۍ يې حکومت پر بې وسۍ تورنوي. 

اسماعیل، فاطمه او فرشته هغه درې ملګري و، چې په دې لاریون کې يې ځوانۍ وخوړې او په چاودنه کې ووژل شو. 

د فرشتې مور وايي، د لور موبایل ته يې زنګونه وهل، خو چا ځواب نه ورکاوه، هغه د اوښکو په بدرګه وايي: «یو ځل مې زنګ وواهه، بیا مې وواهه، خو فرشته نه وه.»

د پېښې د بلې قرباني فاطمې ملګری امان الله سیرت وايي، دا حکومت د خلکو په ساتنه کې بې وسه دی: «د ملي یووالی حکومت ځواب نه شي ویلی، ملت هره ورځ قرباني ورکوي.»

تېره ورځ (دوشنبه، د لړم ۲۱مه) سلګونو کسانو د وروستیو جګړو په غبرګون کې لاریون وکړ او د غزني په جاغوري او مالستان کې يې د بېړنۍ مرستې غږ وکړ، چې ولسمشر غني هم ورسره د مرستې ژمنه وکړه.
 
شریک یي کړئ