Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرو اخترونو په پرتله هېواد کې مرګ‎ژوبلې کچې ټېټ‎والی

له ننګرهار پرته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اختر درېیو ورځو کې د اوربند پر مهال د جګړې له سیمې روغتونونو ته هېڅ جسد او ټپي نه دی وروړل شوی.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په عادي ورځو کې د ټول هېواد په کچه روغتونونو ته تر ۳۰۰ نیولې تر ۴۰۰ ټپیان او جسدونه وروړل کیدل چې د اختر په درېیو ورځو کې دا شمېره خورا کمه وه.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې د اختر په لومړیو ورځو کې د ټول هيواد په کچه په روغتونونو کې د جګړې د ټپیانو او جسدونو شمېر صفر وه.

د عامي روغتیا د معالجوي طب رئیس، محب الله ځير څرګندوي:«له نیکه مرغه کله چې موږ د  اختر په درېیو ورځو کې د هېواد بیلابیلو ولایتونو څخه راپور درلود، د مرګ ژوبلې کچه صفر شوې وه.»

غلام نبي یو له هغو ډاکټرانو دی چې هره ورځ د جګړې د ټپیانو درملنه کوي، خو په دې اختر کې یې د جګړې هېڅ قرباني نه دی لیدلی.

غلام نبي له تېرو درېیو کالونو راهیسې د کابل په وزیر اکبر خان روغتون کې روغتیاپال دی، هره ورځ یې د جګړې د ټپیانو درملنه کړې، خو دې اختر کې یې یوازې د عادي ناروغانو درملنه کړې.

دی وايي، لومړی ځل دی چې د اختر له پیل راهیسې تر اوسه دې روغتون ته د جګړې قربانیان نه دي راوړل شوي او له دې سره یې له خپل ورځني کار څخه ځان هوسا احساس کړی.

داکتر غلام نبي زیاتوي:«د اختر په ورځو کې د خدای په فضل سره موږ دا ډول پېښې نه درلودې او زموږ لپاره دا یوه بې سارې ورځ وه او خوښ وو د اختر په ورځ کې.»

د ملي دفاع وزارت بیا خبر ورکوي چې د اوربند له پای سره هم مهاله وسله والو طالبانو په نهه ولایتونو کې بیا جګړې پیل کړي چې افغان ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند، محمد رادمنش زیاتوي چې طالبانو د یک‎شنبې پر ماښام خپر بریدونه بیا پیل کړل:«په نهو ولایتونو کې له ډلې یې کنړ، ننګرهار، لغمان، غزني، ارزګان، فراه، جوزجان او فاریاب کې یو شمطر تېروتنې د طالبانو لخوا شوې دي.»

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په عادي ورځو کې له اختر وړاندې هره ورځ له ۳۰۰ تر ۴۰۰ ټپیان او جسدونه له وسله والو بریدونو او چاودنو څخه د هیواد روغتونونو ته وروړل کېږي.
 
غلام نبي یو له هغو ډاکټرانو دی چې هره ورځ د جګړې د ټپیانو درملنه کوي، خو په دې اختر کې یې د جګړې هېڅ قرباني نه دی لیدلی

شریک یي کړئ