د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې هېواد کې سل زره جنايي پېښې رامنځته شوې دي.
ښاغلي انداربي چې نن (یکشنبې د غوايي په ۲۲مه) کابل کې چې له یو شمېر هېوادوالو سره غونډه کې خبرې کولې، زیاته کړه چې جنايي پېښې کمې شوې دي.
هغه څرګنده کړه:«په هغه صورت کې چې پولیس له وسلهوال مخالفت سره مخ شي؛ د افغانستان د پولیسو په چوکاټ کې له ورته کړنې سره به مخامخ شي.»
له جنايي جرمونو سره د مبارې ریاست د ارکان رییس امان الله چمتو هم په دغې غونډه کې وویل چې په دغې موده کې نږدې ۱۱۵ زره تنه د دغو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
بلخوا بیا کابل مېشتي وايي، له جنايي جرمونو نور تر پوزې را رسېدلي دي.
کابل مېشتی فرزام عدالت وویل:«امنیتي بنسټونه ډېره کمه پاملرنه کوي او د تېر په پرتله دا جرمونه ورځ په ورځ زیاتېږي.»
دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې تېره ورځ ناپېژانده وسلهوالو د رسنۍ یوه پخوانی کارکوونکې کابل ښار کې په ډزو سره ووژله. د کابل پولیس ویلي چې څېړنې پیل شوي، خو تراوسه په دې تړاو څوک نیول شوی نه دی.
له دې ټولو سره سره د کورنیو چارو وزارت مني چې له جنايي جرمونو او د جنایت کارانو په وړاندې د خلکو د قناعت وړ مبارزه نه ده شوې.