وروستي خبرونه
Thumbnail
افغانستان

د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې درې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلي

د ولسي جرګې غړي د امنیتي ارګانونو له مشرانو غواړي که د جګړې د مدیریت توان نه لري له خپلو دندو څخه دې استعفا ورکړي.

شاوخوا په تېرې یوه اوونۍ کې د بدخشان کوهستان، د بغلان تاله او برفک او د فاریاب ولایت بل چراغ ولسوالۍ د طالبانو لخوا ولکه شوې دي.

خو امنیتي ځواکونه توانېدلي چې یوازې د بدخشان کوهستان ولسوالۍ بېرته ولکه کړي.

 د ولسي جرګې ځینې غړي وايي د بغلان تالا او برفک ولسوالۍ لس ورځې د طالبانو په کلابندۍ کې وه خو د ملي دفاع وزارت د طالبانو د ځپلو په موخه کوم هوايي عملیات ونه‎کړل او د دې ولسوالۍ له پرځېدو سره یو شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په دې اړه وویل:«له بده مرغه د دفاعي بنسټونو په مشرتابه کې دا وړتیا نشته چې د ځواکونو غوښتنې ته په بیړه مرسته ورسوي.»

د ولسي جرګې غړی اقبال صافی هم وايي:«دفاع وزارت موږ ته ژمنه کوله او موږ هم د وزیر او د لوی درستیز خبرې هغوی ته لېږدولې بالاخره د لسو ورځو په اوږدو کې بسنه ونه کړه.»

اخوا بیا د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د ګوښه کېدو د غوښتنې سربېره د ملي یووالي حکومت مشران هم ناتوانه بولي.

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی زیاتوي:«د دغه هېواد د هر بچي وژونکي ستانکزی، غني او عبدالله دي.»

د ولسي جرګې غړی خلیل الله شهیدزاده په ډاګه کوي:«تر کله به سوځېدلي لرګي واوسو، ترکله به د ظلم دُره خورو ترکله به چوپ پاتې شو.»

د ملي دفاع وزارت وايي چې د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره به ډېر ژر عملیات پيل شي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش وویل:«موږ د ترهګرو په وړاندې له خپلو ظرفیتونو استفاده کوو چې په پایله کې به هلته د خلکو ژوند سم شي.»

د جګړې په ډګر کې له پوځيانو د هوایي ځواک د نشتوالي په داسې حال کې نیوکې کېږي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي د ملي دفاع وزارت چورلکي د ولسي جرګې د ټاکنو د احتمالي نوماندانو په خدمت کې دي.

شریک یي کړئ