جمعیت اسلامي وايي چې په وروستیو لسو ورځو کې د حکومت او جمعیت اسلامي ترمنځ هېڅ ډول غونډې ترسره شوې نه دي.
د دغه ګوند لوپوړی غړی عبدالستار مراد، د خبرو اترو درلېدل د حکومت د مرکچي پلاوي د مشر بوختیاوې بولي.
دی زیاتوي چې له حکومت سره د جمعیت د دوه غوښتنو په اړه اختلاف لري او دوی چمتو دي چې له حکومت سره خبرې وکړي.
ښاغلي مراد زیاته کړه:« اوس هر څه د حکومت په دریځ پورې اړه لري، جمعیت یقیناً په خپلو پرېکړو کې ځينې موردونه وړاندیز کړي دي چې د هېواد سیاسي ثبات ضمانت کوي.»
په همدې حال کې یو شمېر هېوادوال د جمعیت او حکومت ترمنځ د اختلافونو په هواري ټينګار کوي.
د سیاسي چارو شنوونکی جبیب الله جانبدار په دې اړه وویل:«د اسلامي جمعیت او حکومت ترمنځ اختلافونه له حقوقي او کلتوري حدودو بهر شوي دي.»
که څه هم حکومت له جمعیت سره د خبرو د پيل په اړه څه ووايي له دغه ګوند سره د خبرو په دوام ټینګار کوي.
د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه څرګنده کړه:«د هغوی بحث دوام لري؛ زموږ هیله هم همدا ده چې دغه اختلافونه بالاخره د خبرو اترو له لارې حل شي او هېوادوالو ته له دې ډېر اندېښنه رامنځته نهشي.»
د جمعیت او حکومت ترمنځ اختلافونه له هغې وروسته رامنځته شول چې ولسمشر د عطامحمد نور استعفا ومنله خو عطامحمد نور د ولسمشر دغه پرېکړه ونه منله او ځان يي د بلخ برحاله والي اعلان کړ.