Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جمعیت اسلامي ګوند موقت تشکیلات اعلان کړل

د جمعیت اسلامي ګوند د دوشنبې په ورځ د خپل مشرتابه موقت تشکیلات اعلان کړل.

ویل کیږي چې صلاح الدین رباني د ریس، احمد ضیا مسعود او کلیم الله نقیبي د مرستیالانو، عطا محمد نور د اجرییوي ریس، واصل نور مومند د سکرتر، عبدالستار مراد د سیاسي کمیټې ریس او واقف حکیمي د جمعیت اسلامي ګوند د ویاند په توګه معرفي شول.

ښاغلي صلاح الدین رباني د نویو ټاکنو په اړه ویلي، چې د موقتي تشکیلاتو هدف دا دې چې اسلامي جمعیت ګوند په انتخاباتو کې له یولاس او څرګندې ستراتیژۍ سره ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په شپاړسمه نېټه ترسره شي خو دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې له طالبانو سره د سولې د بهیر له کبله ممکن انتخابات وځنډېږي او تر انتخاباتو مخکې پر یوه موقت حکومت سلا وشي.

د ملي جبهې مشر او د جمعیت اسلامي ګوند نوي مرستیال، احمد ضیا مسعود وویل: «موږ د جمعیت اسلامي ګوند غړو سره له سلا مشورو وروسته نوې مشرتابه وټاکه چې ټولو په دې اړه موافقه وکړه.»

د جمعیت اسلامي ګوند موقت مشر، صلاح الدین رباني وایي، اسلامي جمعیت ګوند به د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته خپل کاندید معرفي کړي او په ټولټاکنو کې به فعاله ونډه واخلي.

ښاغلي رباني وویل: «موږ نشو ویلاې ګنې په قطر کې د سولې خبرې ناکامې شوې، د افغانستان حکومت د دوحې له دفتره د طالبانو بیرغ او لوحې د لرې کیدو غوښتنه وکړه، چې دا کار وشو، دوی خپلو منځو کې سلا مشورې کوي او څو ورځې وروسته به خپله پریکړه اعلان کړي، که چیرې دوی د سولې له عالي شورا سره خبرو ته حاضر نشې، د قطر دفتر به وتړل شي.»

د اسلامي جمعیت ګوند سرچینې بیا وايي چې انتخاباتو ته لږ وخت پاتې دی ځکه دوی له بیړې کار واخیست او د اوس لپاره یې د مشرتابه موقت تشکیلات جوړ کړل چې پر اساس یې صلاح الدین رباني مشر او د احمد ضیا مسعود ترڅنګ کلیم الله نقیبي مرستیالان غوره شوي دي.

ښاغلي رباني وویل چې دا تشکیلات به تر انتخاباتو وروسته د ګوند د عمومي غونډې تر جوړېدو پوري کار ته دوام ورکړي.

د جمعیت اسلامي ګوند د دوشنبې په ورځ د خپل مشرتابه موقت تشکیلات اعلان کړل.ویل کیږي چې صلاح الدین رب

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه