په فاریات د ټاکنو کمېسیون سیمهییز دفتر د جنرال دوستم د پلویانو لخوا وتړل شو.
اعتراض کوونکو په میمنه ښار کې د خپل اعتراض په نهمه ورځ د خپلو تذکرو په سوځولو سره ګواښ کوي کهچېرې د هغوی غوښتنو ته پاملرنه ونشي ټاکنې به تحریمې کړي.
اخوا لس ورځې کېږي چې یو حکومتي پلاوی په فاریاب کې دی خو دا پلاوی نه دی توانېدلی چې وضعیت عادي حالت ته راستون کړي.
د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې له جنجالونو سره په ورته وخت کې حکومت د وضعیت د کنټرول او د اعتراضونو د کمولو په موخه فاریاب ولایت ته یو لوړپوړی پلاوی لېږلی دی، خو د دغه پلاوي له سفره د لسو ورځو په تېرېدو سره د پام وړ بدلون نه دی راغلی.
لاریون کوونکی وايي:«نهمه ورځ ده چې د فاریاب خلکو د فاشیستي او ظالم حکومت په وړاندې د عدالت غوښتنې غږ پورته کړی. نه پوهېږم بشر حقوق چېرته دي؟»
له بلخوا سربېره پر دې چې د اقینې بندر د اعتراض کوونکو لخوا تړل شوی لاریونوالو په دې ولایت کې د ټاکنو سیمهییز دفتر هم تړلی او په راتلونکو ټاکنو کې د نه ګډون په اړه له ګواښ سره یې خپلې پېژندپاڼې سوځولې دي.
په فاریاب ولایت کې د جنبش ګوند رییس عطا محمد فیضي څرګنده کړه:«مرکزي حکومت زموږ خبرې پوره وانه ورېدې او موږ د فاریاب خلکو مخکې هم پرېکړه کړې وه چې بل ګام پورته کوو. دا بل ګام د فاریاب ولایت د ټاکنو کمېسیون دفتر تړل دي. یعنې کهچېرې موږ خپلو غوښتونو ته ونه رسېږو ټاکنې په بشپړه توګه تحریمېږي لکه څرنګه چې اوس ۱۳ ولایتونه دي.»
په میمنې ښار کې لاریونونو د خلکو په ژوندانه منفي اغېزه کړې ده.
لکه څنګه چې د ښار ځینې برخې تړلې دي او د ښار زرګرانو د خپلو شتمنیو د چورتالان له وېرې خپل زر کورونو ته وړي دي.
په فاریاب کې یو تن زرګر په دې اړه وویل:«اعتبار په کار نه دی لاریون دی. شاید هټۍ وسوځي یا هم غلا شي. د دې لپاره له وېرې خپل توکي هټۍ ته نه راوړي.»
له دې سره سره تراوسه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تاوتریخوالي او لاریونونو د پای ته رسېدو نښې نه لیدل کېږي.