د سیمهییزو ارګانونو ادارې نن (سېشنبې د چنګاښ په ۲۵مه) اعلان وکړ چې د بدخشان د واخان ولسوال دنده د جنسي ځورونې د تور له امله وځنډول شوه.
له هغې وروسته کله چې طلوع نیوز د یوې بهرنۍ ګرځندویې له خوا د واخان ولسوال عبدالمعروف خیرخواه د جنسي ځورونې په اړه رپوټ خپور کړ، اوس د سیمهییزو ارګانونو اداره وايي چې د ولسوال دنده ځنډول شوې ده.
تېره ورځ، د بدخشان د ولایتي شورا یوه غړي عبدالله نظري ویلي و، چې د هغه د مالوماتو له مخکې دغه ګرځندویه اسټرالیایۍ وه او د تاجکستان له لارې د واخان ولسوالۍ ته تللې وه، خو د ولسوالۍ د جنسي خورونې وروسته، اړ شوه چې بېرته تاجکستان ته ستنه شي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې له څېړنو وروسته، په دې اړه جزییات به له ټولو سره شریک کړي.
د حکومت د یوه سمهييز چارواکي لخوا، د دغې ګرځندویې د جنسي ځورونې ادعا په داسې حال کې کېږي چې له دې مخکې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښځو د جنسي ځورونې په اړه هم رپوټونه خپاره شوي وو.