Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جنسي ځورونې د څېړنې لپاره ځانګړی سکرتریت جوړېږي

ولسمشر حکم صادر کړی چې په بنسټونو کې د ښځو د جنسي ځورونې د تورونو د څېړلو لپاره یو «ځانګړی سکرتریت» جوړ کړي.

ولسمشر ماڼۍ وايي چې د ولسمشر د یوه حکم پر بنسټ، دا سکرتریت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په چوکاټ کې به رامنځته شي او په بنسټونو کې د ښځو د جنسي ځورونې تورونه به د درې میاشتو په لړ کې وڅېړې.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«د دغه سکرتریت اصلي موخه دا ده چې په رڼه او عادلانه توګه وروستۍ ادعاګانې چې د په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د جنسي ځورونې په اړه مطرحه شوي، وڅېړل شي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د دې سکرتریت مسوولیت به د بشري حقونو کمېسیون پرمخ بیایي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ښځو او ماشومانو د برخې مسووله لطیفه سلطاني څرګندوي:«دا سکرتریت د یوه مشخص ادرس لپاره د افغان مېرمنو او هغو کسانو لپاره چې دننه په ارګ او نورو بنسټونو کې له داسې پېښو سره مخ شوي دي مراجعه وکړي.»

یو شمېر دا تورونه آن ولسمشر ته د نږدې کسانو لخوا مطرح شوي دي، لکه څنګه چې د ولسمشر یو پخوانی سلاکار په ارګ کې د جنسي بډو او فحشا تورونه له خلکو سره شریک کړل.

د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې غړی انوارالحق احدي په دې اړه وویل:«زه په خپله په ارګ کې لیدلي او اورېدلي چې د افغانستان سترو څېرو ولسمشر ته ویلي چې ښاغلی ولسمشره زه له تاسو یوه ګیله لرم او یوه هیله لرم؛ زما ګیله دا ده چې د حکومت په کړۍ کې فحشا ډېره شوې، باید مخنیوی یې وکړي که نه پایلې یې به ډېرې بدې وي هېچا له ده پوښتنه ونه کړه.»

له دې مخکې ولسمشرۍ دفتر په حکومت کې د ښځو د جنسي ځورونې تورونه د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې د محمد اشرف غني په وړاندې یو ډول دسیسه بللې ده. 

د ارګ په ګډون په ځینو دولتي بنسټونو کې د ښځو د جنسي ځورونو په اړه د تورونو له زیاتوالي وروسته، ولسمشر د دغو تورونو د څېړلو لپاره د یوه سکرتریت د جوړولو حکم کړی دی.

شریک یي کړئ