ځینو کورنیو په کابل کې د ملګري ملتونو سازمان دفتر (یوناما) ته یو لیک استولی او له ملګرو ملتونو څخه یې غوښتي دي ترڅو د حزب اسلامي د جنګي جرمونه د جنګي جنایاتو په نړیواله محکمه کې وڅېړي.
په همدې حال کې حزب اسلامي وايي چې دغه لیک د هغو کسانو له خوا چمتو شوی چې د سولې دښمن دي.
زرغون بهیر چې دغه لیک چمتو کړی وايي چې یوناما ویلي چې دغه لیک د څېړنې په حال کې دی.
۴۸ کلنه افغان ګل چې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې کار کوي، د عُمر په اوږدو کې یې ډېرې هسکې ټیټې لیدلې دي. خو وايي د کابل د تنظیمي جګړو پرمهال د هغې د ۱۲ کلن زوی وژل کېدو نوموړې ډېره غمجنه کړې ده.
د کابل اوسېدونکې افغان ګل وویل:«موږ د یوې هندو کورنۍ په حویلۍ کې وو.درې توغندي راغلل؛زوی او څو تنه ګاونډیان مو شهیدان شول.»
افغان ګل وايي چې د زوی وینه یې هېچا ته نه بخښي.
هغې زیاته کړه:«د بخښلو ځای نه دی. یوه زه وم چې قرباني ورکړه. په زرګونه کسان یې ووژل.»
افغان ګل هم په هغه لیک کې لاسلیک کړی چې په کې له ملګروملتو سازمان څخه غوښتل شوي د حزب اسلامي لخوا ترسره شوي جنګي جرمونه د جنګي جرمونو په نړیواله محکمه کې وڅېړل شي.
دا لیک د زرغون بهیر په نوم ډلې لخوا چې امرالله صالح یې مشري کوي چمتو شوی دی.
د زرغون بهیر لوړپوړی غړی تیمور شاه بشار په دې اړ څرګنده کړه:«له بده مرغه د حکمتیار د بخښنې په معاهده کې چې د حکومت له خوا تأیید شوې، عدالت قرباني شوې دی.»
د ۱۹۹۲ زیږدیز کال د اګست میاشت د تنظیمي جګړو تر ټولو خونړۍ میاشت بلل کېږي. لکه څنګه چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګروملتو سازمان په رپوټ کې هم ترې یادونه شوې ده.
په دې رپوټ کې راغلي د ۱۹۹۲ زیږدیز کال د اګست په لسمه له زرو تر ۲ زره توغندي پر کابل توغول شوي.
د دې رپوټ پربنسټ د دغو توغندیو له امله یو زر او ۸۰۰ تنه مړه او په زرګونه نور ټپيان شوي دي.
له دې پېښې د بشري حقونو د څار بنسټ په یوه رپوټ کې هم یادونه شوې چې په کې ویل شوي دا بریدونه د حزب اسلامي لخوا شوي وو.
حزب اسلامي دا رپوټونه ردوي خو د هر ډول حساب ورکولو لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.
د حزب اسلامي ویاند نادر افغان په دې اړه په ډاګه کړه:«کهچېرې بې طرفه، ازاد، نړیوال بنسټ چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي جوړ شي او دغه پېښه په هغه کې وڅېړل شي،حزب اسلامي له ټولو مخکې چمتو دی ترڅو خپل ملت ته حساب ورکړي.»
جالبه ده چې د کابل په یو شمېر مړستونونو (هدېرو) کې تراوسه هم د ۷۰ لسیزې د جګړو نښې لیدل کېږي چې د قبرونو پر ډبرو د مړینې لامل د توغنديو لګېدل بلل شوي دي.
په کورنیو جګړو کې په زرګونه کسان ووژل شول، که څه هم د دغو پېښو مسؤولیت د یوې ډلې یا کس پرغاړه نه دی خو تراوسه د جنګي جرمونو په اړه څېړنې نه دي شوي.