Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جوزجان دولتي ادارې له یوې اوونۍ راهیسې تړلې دي

رپوټونه رسوي چې د جوزجان ولایت دولتي ادارې، ښوونځي او د جوزجان- اقنیې لار د یوې اوونۍ راهیسې د ملي جنبش ګوند د پلویانو د اعتراضونو له امله تړلي دي.

په جوزجان کې لاریون کوونکي ګواښ کوي که‎چېرې حکومت د هغوی غوښتنو ته رسېدنه ونه کړي، د کابل برېښنا به پرې کړي.

هغوی هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د راستنېدو او د نظام الدین قیصاري د ازادېدو غوښتونکي دي.

یو له لاریون کوونکو څخه محمد شریف په دې اړه وویل:«زه د لاریون کوونکو په وړاندې د حکومت بې توجهي بالاخره خطرناکه ګڼم.»

دغو اعتراض کوونکو ویلي که‎چېرې د حکومت له خوا د هغوی غوښتنې ونه منل شي، لویې لارې به وتړي او همدارنګه د کابل برېښنا به هم پرې کړي.

یو له اعتراض کوونکو څخه:« په ډېر احتمال سره سبا به د کابل عمومي برېښنا پرې شي او لویې لارې به هم د ټرافیکو په مخ وتړل شي.»

اخوا حکومت تراوسه د لاریون کوونکو د غوښتنو په اړه مثبت ځواب نه دی ورکړی او ويلي یې دي چې نظام الدین قیصاري د بشري حقونو پر نقض تورن دی.

حکومت ټینګار کړی تر هغې چې د نظام الدین قیصاري دوسیه د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا ونه څېړل شي، په بند کې به وي.

خو اعتراض کوونکي د دغې پرېکړې د ناوړه پایلو په اړه ګواښ کوي.

یو له اعتراض کوونکو او د جوزجان اوسېدونکی عبدالمجید څرګنده کړه:«زه له دې وېره لرم که‎چېرې خلک په غوصه شي دولتي تاسیساتو ته به اور ورته کړي.»

له هغې وروسته کله چې د ملي جنبش ګوند د ویاند له خوا د نظام الدین قیصاري د سرتېرو انځورونه په خواله رسنیو کې خپاره شول، اوس لاریون کوونکي وايي چې د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو له نظام الدین قصیاري او د هغه له سرتېرو سره بد چلند کړی او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي او د دې پېښې د څېړلو غوښتونکي دي.

بلخي لاریون کوونکو هم د ولسمشر اشرف غني انځور ته اور ورته کړ.

په مزارشریف کې په غوصه لاریون کوونکو د ولسمشر انځور یې د مزارشریف له دروازې ګوزا او اور یې ورته کړ.

 هغوی د څه باندې یوه ساعت لپاره د حیرتان – کابل بندر لاره چې د هېواد یوه مهمه سوداګریزه لار ده، وتړله.

دغه لاریون کوونکي وايي که‎چېرې د هغوی غوښتنې چې د قیصاري ازادېدل او هېواد ته د دوستم راستنېدل دي ونه منل شي، د حیرتان لاره به وتړي.

د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او همدارنګه په فاریاب ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو په چارو کې د جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی نظام الدین قیصاري لس ورځې وړاندې له څو ساتونکو سره یې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا ونیول شو او وروسته د ملي پوځ د چورلکو په واسطه کابل ته ولېږدول شو.

لاریون کوونکي وايي که‎چېرې د هغوی غوښتنې چې د قیصاري ازادېدل او هېواد ته د دوستم راستنېدل دي ونه منل شي، د حیرتان لاره به وتړي او د کابل برېښنا به هم پرې کړي.

شریک یي کړئ