Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جولای په میاشت کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ۸۲ سلنه زیاتوالی

په جولای میاشت کې د تېرې میاشتې په پرتله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ۸۲ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د طلوع نیوز د یوې څېړنې پر بنسټ په جولای میاشت کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نښتو له امله ۱۹۰ولسي وګړي وژل شوي دي.

د دغې څېړنې پر بنسټ په دې میاشت کې هوایي بریدونه د پام وړ زیاتوالی درلود.او په ځمکنیو عملیاتو کې ۲۲ سلنه کموالی راغلی وه.

افغانستان په جولای میاشت کې له پراخو امنیتي پېښو سره مخامخ وه او افغان ځواکونه په څه باندې ۱۵ ولایتونو کې د دولت له مخالفو وسله والو سره په جګړو بوخت وو.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار وايي:«ولسي وګړو او ولسي تأسیساتو ته زیان رسول،له اسلامي او قانوني قواعدو په خلاف دي.ښکېل لوري باید دغه موضوع په جدي توګه په پام کې ونیسي.»

د دغه څېړنیز رپوټ پر بنست په جولای میاشت کې له هغې د یوې میاشتې په پرتله د دولت د مخالفو وسله والو فعالیتونه زیات و.

که څه هم په دې میاشت کې هوايي عملیات زیات و خو د تېرې یوې میاشتې په پرتله د افغان ځواکونو ځمکني عملیات د ۲۲ سلنې کمښت ښودنه کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه داسې وايي:«ځکه چې په روژه کې د دوی بریدونه کم وو او زموږ عملیات هم کم وو،خو اوس زموږ عملیات زیات شوي او زموږ پروګرامونه په منظمه توګه پر مخ ځي.»

ننګرهار په ۱۳۴ امنیتي پېښو سره په جولای میاشت کې ترټولو ناامنه ولایت وه او له هغې وروسته هلمند، کندز، غزني او کندهار ترټولو زیاتو امنیتي پېښو سره مخامخ وو، خو دایکندي او پنجشیر په دې میاشت کې ترټولو امن ولایتونه وو.

د سیاسي چارو کارپوه صالح ریګستاني وايي:«یوازینۍ حل لاره په بهر کې پر پاکستان فشار راوړل او دننه مقاومت کول دی.»

په جولای میاشت کې د دولت مخالفو وسله والو ترډېره په هلمند ولایت کې عملیات پراخ کړي و، لومړي بریدونه یې له سنګین ولسوالۍ څخه پیل او له هغې وروسته یې خانشین ولسوالۍ ته مخه کړه او آن د څو ساعتونو لپاره یې دغه ولسوالي ونیوله، خو په هلمند کې په دې میاشت کې بریدونه پای ته ونه رسېدل او د جګړې لمن نادعلي او آن د لښکرګاه ښار څنډو ته ورسېده او تراوسه هم په نوموړي ولایت کې وضعیت کړکېچن دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه