Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حج او اوقاف وزارت د کارکوونکو پر موټر چاودنې ۱۰تنه ټپیان کړل

کابل کې د حج او اقافو وزارت د کارکوونکو پر سورلۍ موتر چاودنه وشوه.

دغه چاودنه نن سهار (دوشنبې د غبرګولي په ۶مه نېټه) کابو ۰۷:۴۵ د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د برکي برک په سیمه کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي وايي چاودنه د حج او اوقافو وزارت د سورلیو پر کاسټر موټر د مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله شوې.

نوموړي په پېښه کې د لسو کسانو ټپي کېدل تاییدوي.

د چاودنې مسوولیت په اړه چا څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ