Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حمدالله محب د څرګندونو په اړه بېلابېل غبرګونونه

اجراییه رییس ډاکټر عبدالله، د زلمي خلیلزاد په اړه د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په څرګندونو نیوکه کړې ده.

عبدالله عبدالله امریکا د افغانستان ستراتیژیک ملګری هېواد بللی او زیاته کړې یې ده چې، افغان چارواکي باید په خپلو څرګندونو کې لا زیات دقت څخه کار واخلي.

ښاغلي عبدالله څرګنده کړه:«د نظر په څرګندولو کې له نړیوالو همکارانو سره زموږ اړیکې، ډېر دقت او پاملرنې ته اړتیا لري؛ ځکه چې د پېښې یوه خوا روښانه ده چې زموږ یو له مهمو نړیوالو همکارانو څخه امریکا ده.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې حمد الله محب پر زلمي خلیلزاد تور پورې کړ چې په خپله مشرۍ د لنډمهاله حکومت رامنځته کول غواړي او طالبانو سره پټې خبرې مخته بیايي.

وروسته له دې چې د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب زلمی خلیل‌زاد تورن کړ چې له طالبانو سره یې د سولې خبرو کې افغان حکومت څنډې ته کړی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه احضار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالاډینو وویل:«زموږ د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له ښاغلي محب سره له غرمې وروسته، نږدې درې بجې ولیدل، څو د هغه د خبرو په اړه د امریکا د حکومت د ناخوښۍ په اړه ورته ووايي. موږ له ولسمشر غني، اجراییه ريیس عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې د ټولو موضوعګانو په اړه له نږدې مشوره کوو. نو زموږ هڅې همغږې دي.»

که څه هم ښاغلي محب زلمی خلیل‌زاد په افغانستان کې د واک په لټه بللی، خو امریکا پر خلیل‌زاد لفظي برید د امریکا د بهرنیو چارو پر وزیر برید بولي.

د محب دا څرګندونې هېواد کې د ځينو سیاستوالو له غبرګون سره هم مخ شوې دي.

د ملي امنیت پخوانی سلاکار دین محمد جرآت وايي:« تاسې وګورې دا رسوايي ده، چې په د دې وروستیو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار احضاروي؛ ورته وايي چې ښاغلی دا غیرمسوولانه څرګندونې دې چې کړې دي بېرته واخله. دا زموږ د ملت لپاره سپکاوی دی.»

خو د ملي امنیت شورا دفتر وايي، ښاغلی محب احضار شوی نه دی، بلکې د رسمي پلان له مخې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدلي دي.

بل لورته بیا دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ته نږدې کسان هم د سولې د روانو خبرو په اړه نیوکه کوي.

د چارو ادارې مخکنی رییس صادق مدبر وايي:«هر څه چې وي په خپله یوه اندېښنه ده. افغان حکومت اندېښنه لري او د هغه (محب) ته قطر کې د تړلو دروازو تر شا د مذاکراتو په اړه کره مالومات نه رسېږي.»

ظاهراً دا لومړی ځل دی چې د ارګ او سپینې ماڼۍ ترمنځ اړیکې په دې ډول ښودل کېږي.

شریک یي کړئ