د ننګرهار ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې افغان ځانګړو ځواکونو له بهرنیو ځواکونو سره په ګډه د حمزه په نامه د دې ولایت په کوټ او اچین ولسواليو کې عملیات کړي او لا هم دوام لري. دا چارواکي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې ۲۵۰ د داعش وسلهوال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د اچین ولسوال، اسماعیل شینواري وویل:«تر اوسه افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.»
د سېلاب ۲۰۱ قول اردو چارواکي هم څرګندوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د دې ولسوالیو یو شمېر برخې د ترهګرو له شتون څخه پاکې شوې دي.
په وژل شویو کسانو کې د طالبانو اوه قومندانان هم شامل دي.
شینواري زیاتوي:«هغه سیمې چې له ترهګرو پاکې شوې دي، امنیتي پوستې به په کې جوړې شي.»
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې هم له کلیو مېشتو کسانو غوښتنه کوي چې په خپلو سیمو کې دې داعش ډلې ته ځای نه ورکوي او له افغان ځواکونو سره دې همکاري کوی.