Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حنیف اتمر د ګوښه کېدو پر سر د ولسمشرۍ او جمعیت ګوند د شخړو دوام

د جمعیت اسلامي ګوند ویاند واقف حکیمي، نن(سې‎شنبې د غبرګولي په ۱۶ مه) په کابل کې وویل چې د حکومت له خوا د دغو رېیو غوښتنو څخه د یو له ردولو سره، د جمعیت اسلامي ګوند غړو په دې اړه د پرېکړې په اړه خپلې سلامشورې پیل کړې دي.

په دې لړ کې  د جمعیت اسلامي ګوند یو مشرتابه غړی وايي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د دغه ګوند د مشرتابه په پرېکړه د کابل په غونډه کې ګډون نه دی کړی.

خو د جمعیت اسلامي ګوند د انسجام شورا د صلاح‎الدین رباني له دریځ څخه ملاتړ نه کوي.

د جمعیت اسلامي ګوند د انسجام شورا ویاند غلام فاروق مجروح په دې اړه وویل:«د هغو وینا او اعلامیې په اړه چې تېره ورځ خپره شوه د افغانستان د جمعیت اسلامي له انسجام شورا سره سلامشوره نه ده شوې.»

د دوشنبې په ورځ د اسلامي جمعیت له خبري ناستې لږ وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیه کې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار د ګوښه کېدو په اړه د دغه ګوند غوښتنه رد کړه.

د اعلامیه په یوې برخه کې راغلي:« د صلاح الدین رباني د څرګندونو په اړه ویل کېږي چې د هېواد د ملي امنیت د سلاکار دنده، په امنیتي برخه کې اجرایي نه ده، د ملي امنیت سلاکار خپله دنده د هېواد په وړاندې په بشپړ صداقت ترسره کړې او کوي یې.»

په دې لړ کې اسلامي جمعیت وايي دغه ګوند به ډیر زر د حکومت لخوا د ملي امنیت شورا د سلاکار د ګوښه کېدو د غوښتنې د ردولو په اړه خپل نوی دریځ اعلان کړي.

حکیمي په دې اړه زیاته کړه:«د افغانستان جمعیت اسلامي په دې اړه لکه‎څرنګه چې وړاندې هم اعلان کړی غور به وکړي او وروستۍ پرېکړه به یې اعلان کړي.»

اسلامي جمعیت د دغه ګوند له دریځه د عبدالله عبدالله د ملاتړ په اړه هیله من دی.

د جمعیت ګوند ویاند واقف حکیمي څرګنده کړه:«زموږ باور دا دی چې عبدالله عبدالله په یو ډول لږ تر لږه له دغه دریځ څخه به ملاتړ وکړي ځکه چې د ملي یووالي حکومت د ملاتړ او ټینګښت په هوکړه لیک کې د افغانستان د جمعیت اسلامي دغه دریځ نیول شوی دی.»

په دې لړ کې د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا یو غړی د کابل په ناسته کې د صلاح الدین رباني د نه ګډون په هکله د فېسبوک پرپاڼه لیکلي صلاح الدین رباني په دغه ناسته کې د جمعیت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.

د جمعیت اسلامي مشرتابه غړی نور رحمان اخلاقي په دې اړه لیکلي دي:«د اسلامي جمعیت مشرتابه شورا پرېکړه وکړه چې د جمعیت مشر په دغه ناسته کې ګډون ونه‎کړي او سمه نه وه په هغه ځای کې چې د وروستیو ورځو د بریدونو پلانونکي ګډون لري چې لاسونه یې زموږ د خلکو په وینو سره دي او هغه کسان چې غوښتل یې د جمعیت اسلامي مشران ترور شي، نوموړی هم برخه واخلي.»

د ملي امنیت د سلاکار دفتر ویاند هم د اسلامي جمعیت غوښتنه یوه سیاسي غوښتنه بولي.

د ملي امنیت د سلاکار د دفتر ویاند قادر شاه په دې اړه وايي:«د جمعیت اسلامي ګوند غوښتنه یوه سیاسي غوښتنه ده چې په اصل کې نور لاملونه لر.»

له بلخوا د اسلامي جمعیت د سمون شورا د صلاح الدین رباني له دریځ نیولو ملاتړ نه کوي.

د ملي یووالي حکومت د هوکړې عملي کېدل او په پلازمېني کې د وروستیو مرګونو پېښو څېړل او د دغو پېښو د عاملینو او پلانونکو محاکمه کول له حکومته د اسلامي جمعیت نورې غوښتنې دي. حکومت تراوسه دغو دوو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

شریک یي کړئ