Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت له خوا د اوربند پیل، امنیتي ځواکونه په تیارسی حالت کې دي

د افغانستان د حکومت لخوا له طالبانو سره یو اړخیز اوربند تېره شپه پیل شو او ټول امنیتي ځواکونه په دفاعي حال کې دي.

د هېواد امنیتي او دفاعي ادارې وایي، دولتي ځواکونه د تیارسی په حال کې دي او ورته ویل شوي چې د هر ډول برید ځواب دې ورکړي خو د اوربند تر ورستیو دې پر طالبانو برید نه کوي.

دا اوربند د دولتي ځواکونو له لوري د یکشنبې شپې له نیمایي پیل شوو، خو اخوا نن له غرمې مخکې په هلمند ولایت کې طالبانو ۱۳ دولتي سرتېري له بنده خوشي کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل:«تېره شپه ټولو برخو ته لارښونه وشوه چې اوربند مراعت کړي، خو که‎چېرې پر هغوی برید وشي، د دفاع چمتووالی دې ولري.»

افغان امنیتي ځواکونه د هېواد په شمال ختیځ کې د کندوز په یوې تر ټولو نا امنې سیمې انګور باغ کې پر فعالیت بوخت دي؛ خو سر له دې هم د تیارسی په حال کې دي او تر ډېره په دفاعي حالت کې دي.

د ۲۰ فرقې د لومړۍ لوا د ملاتړي کنډک قومندان بابه خان په دې اړه وویل:«موږ دا لارښونه عملي کوو او خپلو کسانو ته مو ویلي چې هغه پلی کړي، خو که‎چېرې دښمن وغواړي د کندوز د خلکو امنیت وګواښي هغوی ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي.»

سرتېري محمد قسیم هم زیاته کړه:«موږ لارښونه پلي کوو او په اوربند کې یوو، خو که‎چېرې دښمن پر موږ برید وکړي، موږ په هر حالت کې چمتو یوو.»

د افغانستان په مرکز د غزني ښار په څنډه کې هم دولتي ځواکونه ورته حالت لري؛ خو په دغه ښار کې هر څه تر خپل څار لاندې لري، ان لیدل کېږي چې د خپلو هم لیکو کړه وړه هم څاري.

د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل څرګنده کړه:«موږ له دغې لارښوونې پیروي کوو، خو که‎چېرې دښمن د غزني په ځينو برخو کې غوځښت ولري، موږ د هغوی په وړاندې درېږو.»

په غزني کې د ملي پوځ سرتېری وايي:«موږ د غزني د دفاع لپاره چمتو یوو.»

په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي د جګړې له دواړو لوریو غواړي چې تاوتریخوالی دې بس کړي او د سولې خبرو ته دې کېني.

خو په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو د ټاکنو خپلواک کمېسیون غوښتنه دا ده چې دا اوربند وغځوي.

دا اوربند چې د روژې له اوه ویشتمې د اختر تر پنځمې به دوام ولري، یوازې د طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې دی او داعش په دې ډله کې نه راځي.

 طالبانو هم د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې بهرنیي ځواکونه د دوی په اوربند کې نه شاملېږي.

شریک یي کړئ