Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت مشران: د ټاکنو کمېسیون دې د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه اعلان کړي

د ملي یووالي حکومت مشرتابه د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسمشرۍ د ټاکنو نېټه اعلان کړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې (یکشنبې د چنګاښ ۳۱مه) راغلي دي چې ولسمشر اشرف غني د راتلونکو ټاکنو لپاره د چمتوالي د ناستو په لړ کې د دې ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه غوښتې تر څو د ولسمشرۍ ټاکنو نېټې دې اعلان کړي.

خبرپاڼه د ولسمشر له خولې کاږي:«د ملي وحدت حکومت رهبري د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي، هر څومره ژر چې ممکنه وي د جمهوري ریاست د ټاکنو نیټه مشخصه او خلکو سره شریکه کړي.»

په خبرپاڼه کې همدراز راغلي دي چې ولسمشر غني د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د څرنګوالي په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي او هم دې له ټاکنو څخه د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او بین المللي څارونکو د څارنې زمینه برابره کړي.

ولسمشر ټینګار کړی دی چې په ټاکنو کې مداخله که د هر چا له خوا وشي جرم ګڼل کېږي او حکومت به په دغه بهیر کې د حکومتي کارکوونکو د مداخلې د مخنیوي په خاطر جدي تدابیر ونیسي.

خبرپانې همداراز د ښاغلي غني له قوله زیاته کړې ده:«له قانون سره سم په ټاکنو کې جعل او فساد جرم دی او د هېواد د نافذه قوانینو سره سم باید ورته رسیدګي وشي. هغه وویل، د ملي وحدت حکومت د ټاکنو کولو ته جدي اراده لري.»

په همدې حال کې د اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله نن(دوشنبې) د وزیرانو په شورا ناسته کې هم وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه غوښتنه شوې تر څو د ټاکنو نېټه اعلان کړي.

ده زیاته کړه چې باید خلکو ته روښانه شي چې ټاکنې کله ترسره کيږي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې باید ټاکنې په هغه ډول چې خلک یې غواړي رڼې ترسره شي.

په همدې حال کې اجرائیه رئیس هم د وزیرانو شورا په ناسته کې نن یادونه وکړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه غوښتنه شوې تر څو د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه اعلان کړي تر څو خلکو ته دا مسله روښانه شي

شریک یي کړئ