د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر اډې د طالبانو د برید په ترڅ کې ۲۶ سرتېري وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
یوه سرچینه وايي چې د قرض علي پر اډې د طالبانو د برید پرمهال چې شپږ ساعته یې دوام وکړ په دغه مرکز کې ۸۲ پوځیان موجود وو.
په همدې حال کې ملي دفاع وزارت د ۲۶ سرتېرو د وژلو، او د ۱۳ تنو د ټپي کېدو پخلی کوي. خو وايي چې برید په شاتمبول شوی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري څرګنده کړه:«جګړه ډېره شدیده وه زموږ سرتېرو په مېړانه او اتلولۍ سره دفاع وکړه له بده مرغه د دښمن فشار ډېر زیات وه زموږ ۲۶ تنه شهیدان او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي د دې پخلی کوو خو په اډه کې همداوس هم ځواکونه حضور لري.»
د کندهار په خاکریز کې د طالبانو د شپني برید کې په ترڅ کې لسګونه افغان پوځیان مړه او ټپيان شوي.
د دې سرچینې په وینا په برید کې د ملي اردو ۲۶ سرتېري وژل شوي او کابو ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي، اته پوځیان بې درکه شوي او ۱۷ تنه نور له بریده ژغورل شوي دي.
د کندهار د ولایتي شورا غړي عطا الله عطا په دې اړه وايي:«د دې ټول مسؤولیت د قول اوردو په ځانګړې توګه د قول اردو قومندان، چې ښه قومنداني نهلري او مشري یې ښه نه ده.»
د هېواد په شمال فاریاب ولایت کې افغان ځواکونو د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ مرکز بېرته له طالبانو نیولی دی.
د فاریاب کوهستان ستراتیژيکه ولسوالي پنځه ورځې مخکې د طالبانو لخوا ونیول شوه.
د ۲۰۹شاهین قول اردو قومندان امان الله مبین وویل:«تاسې به په ډېرو نېږدو ورځو کې د جنګي او ملکي پاکونې، چاڼ او تلاشۍ د تطبیق چټګې پراختیا به ووینئ»
خو په تېرو دوو میاشتو کې په کندهار کې دا شپږم مرګونی برید دی چې د افغان ځواکونو پر مرکزونو ترسره کېږي.