د بښنې نړیوال سازمان، هغه څه چې د افغان خبریالانو په وړاندې جدي ګواښ بولي اندېښنه څرګندوي.
د بشري حقونو دغه نړیوال دفاع کوونکي سازمان، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالۍ ورځې په لمانځغونډه کې وايي چې خبریالان د کار پر مهال له ګواښونو، وېرې او تاوتریخوالي سره مخ دي.
نوموړي سازمان، په افغانستان کې د روانې اوونۍ په لړ کې د ۱۰ تنو خبریالانو او تصویر اخیستوونکو وژل کېدو ته په نغوتې سره وايي چې له ۲۰۰۱ زیږدیز کال څخه وروسته دا پر خبریالانو مرګونی برید وه.
د بښنې د نړیوال سازمان په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې په داسې حال کې تاوتریخوالی زیاتوالی موندلی چې له بده مرغه ډېریو له دغه هېواده خپل پام اړولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په لړ کې، په افغانستان کې ۱۱ خبریالان وژل شوي دي.