د افغانستان حکومت دوه اوونۍ وړاندې د کب میاشتې ۲۷ مه د «خبریال ملي ورځې» په نامه ونوموله.
په همدې موخه یو شمېر حکومتي او نړیوالو بنسټونو کابل کې نن(دوشنبې د کب په ۲۷مه نېټه) دا ورځ ولمانځله.
په دې مراسمو کې د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازی، تدامیچي یاماموتو، د یو شمېر بهرنیوبنسټونو استازو او خبریالانو ګډون کړی وو.
ښاغلي دانش د بیان آزادي د تېرو اتلسو کلونو له لاسته راوړنو وبلله او زیاته یې کړه چې دا لاسته راوړنه باید د سولې په خبرو کې تضمین شي.
ده واندې وويل:«دا به څه فضیلت وي چې موږ ټول غږونه بند کړو او یوازې یو غږ ولر، لکه د طالبانو د وخت په څېر او بله هره رسنۍ د دیانت او شریعت ضد وبولو، د دین، د ملي ګټو او یا نورو نومونو باندې د یوه هېواد د خلکو شونډې وګنډو تر څو د خپل برخلیک او ژوند چاپیریال په اړه نظر څرګند نکړي.»
دانش همداراز وویل:« دا د خواشینۍ خبر دی چې په تېر یوه کال کې ۱۸ تنو خبریالانو په بېلابیلو پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.»
هېواد کې په داسې حال کې د خبریالانو ورځ لمانځل کېږي چې د روان زیږدیز کال په لومړیو دریوو میاشتو کې ۴ خبریالان وژل شوي دي.
خوست کې د ژمن ټلویزیون خبریال، سلطان محمود خیرخواه درې ورځې مخکې د ناپېژانده وسله والو لخوا ووژل شو.
همداراز شفیق آریا او رحیمالله رحماني چې تخار کې یې یوې سیمه ییزې راډیو ته کار کاوه د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د ناپېژانده وسله والو لخوا ووژل شو.
همداراز فراه ولایت کې جاوید نوري په جنوري میاشت کې د طالبانو لخوا ووژل شو.
نثار احمد احمدي د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې (سېشنبې د کب په ۲۱مه نېټه) د ماین چاودنې له کبله ټپي شو.