Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خلیلزاد د سیمه ییز سفر دویمه لړۍ او له باجوه سره د هغه لیدنه

پاکستانیو رسنیو رپوټ ورکړی چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ پاکستان ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره ولیدل او د سیمه‎ییز امنیت او د افغان سولې لپاره پر روانو هڅو بحث او خبرې اترې وکړئ.

د پاکستان ملي پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي:«د غونډې به لړ کې، د سیمې د امنیتي وضعیت ته په کلي توګه او افغانستان کې پخلاینې ته په اشارې سره بحث وشو. خلیلزاد په دغې لیدنه کې د سولې بهیر په اړه د پاکستان له هڅو ستاینه وکړه.»

دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد په کابل کې له حکومت او سیاستوالو سره د سولې په تړاو له پنځو ورځو بحثونو وروسته نن جمعه (د وري په ۱۶مه) پاکستان ته ولاړ.

افغانستان او پاکستان ته د زلمي خلیلزاد سفر د سولې خبرو اترو لپاره د دویم سیمه‎ییز سفر په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، له ښاغلي خلیلزاد سره په لیدنه کې، د افغان سولې له بهیره د خپل هېواد له ملاتړه خبر ورکړ.

قریشي د افغانانو ترمنځ خبرې اترې مهمې بولي او د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان د صادقانه همکارۍ په اړه یې خلیلزاد ته ډاډ ورکړ.

خلیلزاد پاکستان ته له تلو مخکې د کابل اواسلام آباد تر منځ پر یوې هوکړې ټینګار وکړ او ویې ویل هغه وخت رارسېدلی چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه پایته ورسېږي.

هغه پاکستان ته ګواښ وکړ که‎چېرې د افغانستان په اړه خپل دریځ بدل نه کړي، د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ بهه اړیکې ښې نه شي.

دغه امریکايي ډيپلوماټ همدارنګه زیاته کړه، چې پاکستان عملاً د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او هغه د کابل په اړه د اسلام اباد د منفي هڅو شاهد دی.

زلمی خلیلزاد ټینګار کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې د مخنیوي لپاره، له طالبانو سره د هوکړې له لاسلیک سره جوخت افغان حکومت باید د پاکستان له حکومت سره هم هوکړه‎لیک لاسلیک کړي.

ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د وري په ۱۵ مه) د جوزجان، بامیانو او پروان ولایتونو له ځوانانو سره په ویډیويي خبرو اترو کې کړې دي.

زلمی خلیل زاد په کور دننه پر نه همغږۍ نیوکه کوي او وایي چې حکومت دې ځواب ورکړي چې ولې په شپږو میاشتو کې نه دی توانېدلی چې د سولې یو ټول شموله پلاوی جوړ کړي.

بل خوا مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي چې نوموړی به په هر حالت کې د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي؛ که حکومت په دې غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

تر دې وړاندې سرچینو ویلي دي چې ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې له جوړیدو وروسته د دوحې د غونډې د جوړیدو غوښتنه کړې ده ؛ خو د امریکا ځانګړی استازی د وري میاشتې پر شلمې ؛ پنځه وېشتمې او شپږوېشتمې نیټې ددې غونډې پر جوړیدو ټینګار کوي او وایي چې له طالبانو سره یې خپلې شپږم پړاو خبرې په دوحه کې د افغانانو تر منځ د غونډې له امله ځنډولې دي .

شریک یي کړئ