Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خوندي سیمو د رامنځته کېدو لپاره هڅې او د ټرافیکي ستونزو زیاتېدل

د کابل ښاروالۍ وايي چې حکومت غواړي ترڅو د کابل مرکزي سیمې د خنډونو په اېښودلو سره «شنې» یا سختې خوندي سیمې رامنځته کړي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی ټینګار کوي چې د حکومت ځینو ډیپلوماټیکو بنسټونو اندېښنو دغې پرېکړې ته اړ کړي دي؛ترڅو د پلازمېنې مرکزي برخو ته د موټرو تګ راتګ محدود کړي.

هغه زیاتوي چې دغه پرېکړه، د زنبق په څلور لاره کې له ځانمرګي برید څخه وروسته نیول شوې ده.

ښاغلی حبیب زی زیاتوي:«طبیعي ده چې د واټونو بندېدل خلکو ته یو لړ ستونزې رامنځته کوي، او د دې انګېزه دا ده چې ځینې یو شمېر ډیپلوماټیک بنسټونه ترامنیتي ګواښ لاندې دي، له دې امله زموږ امنیتي همکارانو هم تصمیم نیولی چې یو شمېر واټونه بند شي.»

خو د دې پروګرام د پلي کېدو په لومړیو ورځو کې، په ځانګړې توګه  د وزیر محمد اکبر خان، شیرپور او هوایي ډګر سړک کې د سختې ګڼې ګوڼې لامل شوی.

دا لار زنبق څلور لارې ته رسېدلې، هغه سړک چې همدا اوس - اوس د وسایطو د تګ راتګ لپاره تړل شوی.

د پلازمېنې اوسېدونکی اجمل په دې اړه وویل:«کار له پخوا څخه ډېر سقود کړی وه،خو کله چې همدا د لارو بندون رامنځته شو کار په جدي توګه صفر ته ورسېد.»

خلک په ساعتونو دې سړکونو په تمه پاتې کېږي. دوی وایي، وړاندې تر دې چې دولتي ځواکونو سړکونه وتړي، باید د خلکو تګ راتګ لپاره بدیله لاره ولټوي.

یوه چلوونکي شریف په دې اړه وویل:«که‎چېرې دولت کوښښ وکړي چې دغه لارې وتړي، باید د خلکو لپاره بدیلې لارې پيدا کړي.»

د سړکونو تړل کېدو، د ولسي جرګې د ځینو غړو غبرګون هم راپارولی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس میرداد نجرابي په دې اړه څرګنده کړه:«زه نه پوهېږم چې زموږ خلک له کومې لارې تګ راتګ وکړي. او څنګه کېږي چې د خلکو د قناعت وړ شي.»

د کابل ښاروالۍ سرپرست وایي، داسې پروګرام باندې کار کوي، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو بدیل لارې جوړې کړي.

عبدالله حبیب زی وايي:«موږ عملاً کار پیل کړی، ۴ تر ۶ میاشتو وخت نیسي چې دغه بدیله لاره چمتو شي.»

وروسته تر هغې، چې د عراق حکومت په بغداد ښار کې د ډیپلوماتیکو سیمو د امنیت خوندتیوب لپاره، تر ټولو خوندي کړی شوی ځای جوړ کړی، اوس داسې ښکاري چې افغانستان هم دا کار په کابل کې پلی وي.

حکومت هغه څه چې په افغانستان کې د بهرنیو ډیپلوماټیکو بنسټونو اندېښنه بولي، پرېکړه کړې ترڅو د پلازمېنې ډيپلوماټ مېشته سیمو واټونه له خنډونو سره بند کړي.

شریک یي کړئ