Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دوستم ۷ ساتونکي د لومړنۍ محکمې له خوا په ۸ کاله بند محکوم شول

د کابل ښار دویمې حوزې لومړنۍ محکمې، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ۷ ساتونکي د احمد ایشچي د ناقانونه بندي کېدو له امله په درې درې کاله بند او د ایشچي د جنسي ځورونې په تړاو په پنځه پنځه کاله بند محکوم کړل.

احمد ایشچي وايي چې د جنرال دوستم دغه ساتونکي، محکمې ته حاضر نه شول او دغې محکمې د چهار شنبې په ورځ د هغوی په غیاب کې حکوم صادر کړ.

احمد ایشچي وايي تر هغې چې جنرال دوستم محمکې ته ونه کاږل شي عدالت به تأمین نه‎شي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د هغه د ساتونکو له خوا د احمد ایشچي د جنسي ځورنې له تور څخه کابو یو کال وروسته، ایشچي وايي چې د دویمې حوزې لومړنۍ محکمې د چهارشنبې په ورځ د ښاغلي دوستم ښاتونکي یې په بند محکوم کړل.

د جوزجا پخوانی والي احمد ایشچي په دې اړه وویل:«د جزايي اجرااتو د قانون د ۴۱۴ مادې پر بنسټ هر یو یې په درې درې کاله بند او د جزايي اجراأتو قانون د ۴۲۹ مادې پر بنسټ په پنځه پنځه کاله بند محکوم کړل.»

محکمې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو احمد ایشچي وايي چې د جنرال دوستم ساتونکي محکمې ته حاضر نه شول او محکې د هغوی په غیاب کې خپل حکوم صادر کړ.

د حقوق پوهانو د ټولنې غړي عین الدین بهادري په دې اړه په ډاګه کړه:«غیابي پرېکړه که‎څه هم د محکمې پرېکړه ده، خو ښه وه چې دوی یې حاضر کړي وای.»

خو په دې بریالي نه شو چې په دې اړه د جنرال دوستم د دفتر نظر هم ترلاسه کړو خو احمد ایشچي ټینګار کوي که‎چېرې د افغانستان ستره محکمه جنرال دوستم محاکمه نه کړي هغه به نړیوالو محکمو ته شکایت وکړي.

شریک یي کړئ