Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې پنځه تنه مُلکیان وژل شوي

د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د هوايي عملیاتو په پایله کې پنځه ته ولسي وګړي او یو طالب قومندان وژل شوي دي.

د کاپيسا د والي ویاند قیس قادري وايي، هغه ولسي وګړي چې په دغه برید کې وژل شوي، درې ماشومان او دوه ښځې دي.

د هغه په وینا، دغه کسان تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په «دره افغانیه» سیمه کې وژل شوي دي.

ښاغلی قادري زیاتوي چې وژل شوي کسان، د یوه طالب قومندان مولوي مالک د کورنۍ غړي دي.

د کاپیسا د والي ویاند ټینګار کوي چې د مولوي مالک ورور محمد بلال هم په دغه هوايي برید کې وژل شوی دی.

په ورته وخت کې، د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه هوايي عملیات کې د سیمې د اوسېدونکو څلور ماشومان او څلور مېرمنې وژل شوي دي.

د کاپیسا ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې په دغه ولایت کې د دولتي ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې د یوه طالب قومندان په ګډون د یوې کورنۍ پنځه تنه غړي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ