په جلال اباد ښار کې د ختیځو ولایتونو دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې د کندوز په دشت ارچې کې د تېرې میاشتې هوايي بریدونه چې پهکې ملکي وګړو ته د مرګ ژولې د اوښتو ادعا شوې په کلکو ټکو وغندي او همدا راز یې له حکومته غوښتنه وکړه چې د څېړنې پایلې دې له ملت سره شریکې او عاملین دې محاکمه کړي.
دا دیني عالمان وايې، د دیني زده کړو مدرسې یوازې د علم لپاره دي نه د جګړو لپاره او د هېواد په ګوټ ګوټ کې حکومت ته ډاډ ورکوي چې دیني مدرسو څخه یې پوځي اډې نه دي جوړې کړي.
بل لوري همدا دیني عالمان د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي او د سولې لپاره پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کوي.
دوی پر حکومت نیوکه کوي او وايي چې د دشت ارچي له پېښې ۲۰ ورځې تېرېږي خو تراوسه هېوادوال د دغې پېښې له څرنګوالي په کره توګه خبر نهلري.
د دین یو عالم مولوي ضیاالله حکیمي په دې اړه وايي:« خپل حکومت پوښتو چې ایا د دغې پېښې عاملین تاسې یاست او که امریکایان؟ کهچېرې تاسې دا کار کړی، نو هیله ده خلکو ته ثبوت وړاندې کړئ.»
د دین بل عالم مولوي شیخ محمد ګل وهاج هم څرګنده کړه:«هغه کسان چې ماشومان، د قوم مشران، ښځې او بې ګناه خلک وژني؛ که هغوی داعشیان دي، طالبان او یا حکومت، یا ناټو او یا هم کومه بله ترهګره ډله وي موږ د هغه مخالف یوو.»
دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې ۲۰ ورځې مخکې، دولتي چورلکو، د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې یوه مدرسه په نښه کړه.
حکومت وايي چې په دغې مدرسه کې، د طالبانو مشران چې حتا د کوټې له شورا راغلي وو چې د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه یې سره سلامشورې کولې په نښه کړي، خو زیانمن او د سیمې ځینې اوسېدونکي وايي چې په دغې مدرسه کې د پګړۍ مراسم روان وو.
په دغه هوايي برید کې، لږ تر لږه ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ولسي وګړي هم د هغوی په منځ کې وو.
دولت له دغې پېښې وروسته، وویل چې د دغې پېښې د څېړنې لپاره یې یو پلاوی ګمارلی دی، خو تراوسه د دغه پلاوي د کار پایله ټولیزه شوې نه ده.