Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رایه ورکوونکو د شمېر د ثبت د مالوماتي بانک پر نشتوالي نیوکې

د هغو شمېرو له مخې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې ورکوي په تېرو پنځو ورځو کې ۱۱۳ زره او ۹۲۴ تنو چې ۳۷ زره او ۳۵۲ یې مېرمنې دي نومونه لیکلي دي.

 د دغه کمېسیون عملیاتي مرستیال چې له خپلې مېرمنې سره د رایه ورکوونکو یوه مرکز ته د نوم لیکنې لپاره ورغلی وه وایي دا شمېرې د ټلېفون او یا برېښنا لیک له لارې د هرې ورځې په پای کې له مرکزونو ترلاسه کوي.

معاذالله دولتي په دې اړه وویل:« دغه شمېرې چې کمېسیون ته رارسېږي، هغه موخه چې موږ ټاکلې، هغې ته به ونه رسېږو، خو موږ د پوهاوي یو ستر پروګرام پیل کړی، هیله لرو چې دا شمېر په راتلونکو ورځو کې ډېر شي.»

ښاغلی دولتي د دې پخلی کوي چې تراوسه یې د رایه ورکوونکو د نومونو د لیکلو لپاره مالوماتي بانک یا ډیټابیس نه دی جوړ کړی.

د هغه په وینا، راتلونکې اوونۍ کې به د دغه مالوماتي بانک د جوړېدو لپاره ۲۰۰ تنه وګمارل شي:«د مالوماتي بانک لپاره باید ۴۰۰ تنه وګمارو، ترڅو په دوه وختونو کې کاروکړي او د کتابونو شمېرې او مالومات ثبت کړي، د هغوی د۲۰۰ تنو د ګمارنې بهیر راتلونکې اوونۍ وروستی کېږي او هیله لرو ژر تر ژره خپل کار پیل کړي.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د کمیسیون لخوا د مالوماتو د راټولولو بهیر سم نه بولي.

د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې ځینې سرچینې وايي په کابل کې د نوم لیکنې ډېری مرکزونو ته د ورځې له لسو تر شپيتو کسان د نوم لیکنې لپاره ورځي، خو دا کمېسیون وايي هڅه کوي د رایه ورکونکو د نوم لیکنې لپاره د خلکو د پوهاوي په موخه له ټولو لارو کار واخلي.

د رایه ورکونکو د نوم لیکنې بهیر به د غوايي میاشتې تر ۲۲ نېټې په پلازمېني او د ولایتونو په مرکزونو کې دوام وکړي خو له هغې وروسته به د دوو اوونیو لپاره دا بهیر په ولسوالیو کې ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تلې ۲۸ نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره اعلان کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي دغه کمېسیون تمه لري چې ۱۲ تر ۱۵ مېلیونه تنه په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي، خو رایه ورکوونکو د نوم لیکنې اوسني بهیر ته په کتو سره، دغې موخې ته رسېدل به ستونزمن وي.

شریک یي کړئ