Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رایو ورکوونکو نوم‎لیکه د وري په وروستیو کې پیلیږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې د رایو ورکوونکو نوم‎لیکنې بهیر به د راتلونکي ۱۳۹۷ لمریز کال د وري میاشتې په وروستیو کې پیل شي.

د دې کمېسیون عملیاتي مرستیاله، وسیمه بادغیسي وايي چې دا بهیر به د هېواد ښارونو په مرکزونو کې پیل او پای ته به ورسیږي او همداراز به د ملي او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو نوملړ هم چمتو شي.

نوموړې زیاتوي:«د وري میاشتې په وروستیو کې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې لړۍ پیل کېږي او دا د ټاکنو ترسره کېدو لپاره یو عملي او لوی ګام دی چې هېواد کې د ټاکنو لپاره ترسره کېږي.»

په همدې حال کې د ملي شورا یو شمېر غړي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري د ټاکنو د ترسره کېدو پر پڅ بهیر نیوکه کوي.

د مشرانو جرګې غړی، نثارحارث وايي:«هغه څه چې قانون کې راغلي او هغه څه چې خلک یې تمه لري، دا کمېسیون نه دی توانېدلی چې خپل مسوؤلیت په سمه توګه د قانون پر اساس خپل مسوؤلیتونه ترسره کړي.»

همداراز د ولسي جرګې غړې، هیلۍ ارشاد زیاتوي:«موږ تمه لرو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قانون او له مخکې جوړو شویو پروګرامونو له مخې ټاکنې ترسره کړې تر څو د خلکو باور ترلاسه کړي، ځکه که هر څومره ټاکنې په هېواد کې په ځنډ ترسره شي نو هېواد کې به ستونزې زیاتې شي.»

که څه هم ټاکل شوې وه /د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د چنګاښ میاشتې پر پنځلسمه ترسره شي، خو د دې کمیسیون مرستیاله وايي چې دا ټاکنې به په مني کې ترسره شي.

دا په داسې حال ک ده چې ټاکل شوې وه د رایې ورکوونکو د نوم‎لیکنې او د کارټونو د وېش بهیر د نوي کال د وري میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پېل شي 

شریک یي کړئ