Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رباني د ترور دوسیې د نه څېړو په اړه د هغه د کورنۍ نیوکې

په پلازمېنه کې د  پخواني ولسمشر او د سولې د عالي شورا د پخواني رییس برهان الدین رباني، کورنۍ او خپلوان د هغه د ترور دوسیې د نه ‎څېړلو په اړه نیوکه کوي.

هغوی، پر حکومت تور پورې کوي چې د ښاغلي رباني د دوسې په څېړلو کې یې ناغیړي کړې، او وايي د هغه د ترور عاملان باید محاکمه شي.

د برهان‎الدین رباني مېرمن ظاهره، چې له ځينو سیاستوالو سره د ښاغلي رباني پر قبر د ګلانو د ګېډو د اېښود لپاره راغلې وه، په دې اړه وویل:«استاد یې وواژه، شهید یې کړ، ضایع یې کړ؛ اوس هغو کسانو ته وګورئ چې طالبانو ته یې د یوې اوونۍ او لسو ورځو لپاره په خپل کور کې ډوډۍ ورکړه.»

د برهان‎الدین رباني لمسۍ مریم محبوب هم څرګنده کړه:«اوه کاله کېږي چې استاد شهید شوی خو تراوسه یې هم عاملین نه دي نیول شي.»

یو شمېر سیاستوالان ښاغلی رباني یو علمي شخصیت؛ فرهنګي سیاستوال او د ملي ګټو جنګیالی بولي.

د جمعیت اسلامي مشر برهان الدین رباني  له نن نه اوه کاله وړاندې هغه مهال د کابل په وزیر محمد اکبرخان مېنه کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو چې د سولې د عالي شورا مشري یې پر غاړه لرله.

یو شمېر حکومتي چارواکي، سیاستوالان او د ښاغلي رباني د کورنۍ غړي هغه ته د دعا او د هغه پر قبر د ګلانو د کېډۍ د اېښودلو لپاره دلته راغلي دي.

شریک یي کړئ